لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سويلي غزه کې د اسرايل او حماس ترمنځ جګړه تېزه شوې ده


د اسرايل پوځیان او د حماس جنګيالي د شورو، چهارشنبې په ورځ په غزه پټۍ کې په سخته جګړه بوخت وو چې له کبله يې په عامو فلسطينيانو فشار سېوا شوی او سرپناه موندل او بشري مرستو ته لاسرسی ورته نور هم ګران شوی.

د اسرايل پوځ وايي د شورو په ورځ يې په نزدې 250 هوايي بريدونو کې په غزه کې هدفونه په نخښه کړي. ملګرو ملتونو هم د اسرايل تېز کړل شوي بمبارونه رپورټ کړي او ورسره په څنګ کې يې زمکني عمليات هم سېوا شوي.

د فلسطيني وسلوالو لخوا په اسرايل د راکټونو ويشتلو لړۍ هم تېزه شوې ده. اسرايلي پوځي چارواکو ويلي ځواکونو يې د غزه د دويم غټ ښار خان يونس نه ګېره اچولې ده.

په سويلي غزه کې د جګړې د پراخېدلو نه وړاندې د اسرايلي ځواکونو ډېره توجه د غزه ښار په شمول په شمالي برخو کې وه. د دې نه څو اونۍ وړاندې اسرايلي پوځ خلکو ته څو پېرې حکم ورکړی و چې د جګړې نه د بچ کېدو د پاره دې د غزه سويل پله لاړ شي.

خو غرب لوري ته د ميډيټيرينين سمندر او د مصر سره د تړلې پولې او سويل او ختيځ پله د اسرايل شتون خلکو ته د تللو لارې تنګې کړي دي.

د فلسطيني کډوالو د پاره د ملګرو ملتونو اداره وايي په غزه کې نزدې 1.9 ميلين خلک بې ځايه شوي چې د ټولې ابادۍ نزدې 85 فيصده برخه جوړيږي. په سويلي غزه کې يو ميلين خلک د ملګرو ملتونو سره رجسټر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د رابطې چارواکي وايي د سويلي غزه رفاح سيمه په دريمه ورځ هم يوازينۍ سيمه ده چې امدادي مرستې پکې تقسيميږي ځکه چې نور چارچاپېره جګړه روانه ده.

د يادې ادارې رابطه کار مارټېن ګرېفېتس وايي “په غزه کې بل يو محفوظ ځای نشته. نه هسپتال، نه وداني او نه د کډوالو کيمپونه. هيڅوک هم محفوظ نشته. د بشري مرستو کونکي هم نه. ماشومان هم نه. دا د بنيادي انساني خاطر په ډاکه سرغړونه ضرور بندېدل غواړي. جنګ ضرور بندول غواړي”.

اسرايل تور لګوي چې حماس ډله د هسپتالونو تهخانې او نور عوامي ځايونه د پټېدو د پاره کاروي او عامو خلکو ته وايي د اسرايل د بمبارۍ د دړکو پروا مه کوئ او د خپلو ځايونو نه مه اوځئ. اسرايل وايي دا خلک حماس د انساني ډال په توګه کاروي خو حماس دا تورونه ردوي.

په اووم اکتوبر حماس جنګيالي سويلي اسرايل ته ننوتلي وو چې نزدې 1200 اسرايليان يې وژلي او نزدې 250 يې يرغمل کړي وو.

د دې په غبرګون کې اسرايل د حماس د واکمنۍ ختمولو په غرض په غزه پوځ کشي وکړه او کم نه کم 16,240 تنه يې ووژل. د حماس د واک لاندې د صحت وزارت وايي په وژل شوو خلکو کې 70 فيصده ښځې او ماشومان دي.

په رپورټ کې ځينې معلومات د ای پي، ای اېف پي او راېټرز خبري ادارو نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG