د بشري حقونو د څار تنظیم وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د "ناوړه" پالیسیو له کبله د نجونو له تعلیم سره سره په سکولونو کې د هلکانو د زده کړو بهیر هم خراب شوی دی.
ایچ آر ډبلیو د دسمبر په پینځمه یو تفصیلي رپوټ کې خپور کړی چې د 2022م کال په جون او اګست او د روان 2023 کال په مارچ او اپریل کې یې په کابل، بلخ، هرات، فراه، پروان، بامیان، ننګرهار او دایکنډي ولایتونو کې یې له زده کوونکو او د هغوی له میندو پلرونو سره د خبرو په بنسټ ترتیب کړی دی.
په رپوټ کې ویل شوي چې د نجونو پر تعلیم د طالبانو د حکومت له خوا بندیز ته نړیواله پاملرنه شوې، خو د هلکانو په ښوونځیو کې د بې کیفیته د تعلیمي بهیر دوام ته نړیواله پاملرنه نه ده شوې.
په دې رپوټ کې د بشري حقونو د څار تنظیم یوې څېړونکې سحر فطرت ویلي، طالبانو د نجونو تعلیم ته له زیان اړولو سره سره په سکولونو کې د هلکانو د زدکړو بهیر ته هم ډېر زیانونه اړولي دي:
"په هیواد کې د ښوونځیو ټول سیسټم ته په زیان رسولو سره دوی [طالبان] له ښه تعلیم څخه په محرومولو د یو نسل ختمولو خطر پېښوي".
د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي دا ډول کړنې به نه یواځې زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته بدې نتیجې ولري، بلکې د افغانستان د راتلونکي په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته به هم زیات زیان ولري.
په دې رپوټ کې ویل شوي طالبانو د هلکانو په ټولو ښوونځیو کې ښځینه استادانې له کاره ګوښه کړې دي او پر ځای یې غیرمسلکي استادان ګومارلي دي او وایي په ځینو سکولونو کې یې حتی د ښځینه ښوونکو پر ځای نارینه استادان لا هم نه دي ګومارل شوي.
ایچ آر ډبلیو ته یو شمیر زده کوونکو او د هغوی میندو پلرونو ویلي په سکولونو کې زده کوونکو ته بدني سزا د اندېښنې تر حده زیاته شوې ده، وایي د سر وېښتانو نه کمولو، د ټاکلیو جامو د سرغړونو او موبایل ټیلیفون لرلو له امله زده کوونکي د ټولګیوال په مخ کې وهل کیږي.
رپوټ وايي طالبانو د ښوونځیو له نصابه د هنرونو د زدکړې، سپورټ، انګرېزي ژبې او مدني زدکړو مضامین ایستلي دي، چې وایي په دې کار سره یې باکیفیته زدکړو ته زیان رسولی دی.
ایچ آر ډبلیو ویلي دغو بدلونونو د هلکانو تر منځ ښوونځیو ته د تللو په برخه کې ویره زیاته کړې او د هغوی پر حاضرۍ او د راتلونکي لپاره پر هیله مندۍ یې هم اغېزه کړې ده.
د بشري حقونو د څار تنظیم د افغانستان اقتصادي بحران ته په کتو ویلي، اقتصادي حالت د کورنیو د ملاتړ لپاره دا اړتیا زیاته کړې ده چې هلکان یې د کورنۍ له نارینه وو سره په کار کې برخه واخلي، وایي له دې امله زیات هلکان د سکولونو پریښودلو ته اړ شوي دي.
په رپوټ کې د بدني سزاګانو په اړه د څو تنو زده کوونکو خبرې را اخیستل شوې دي چې وایي زده کوونکي له سکولونو پرله پسې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت د کارکوونکو له لیدو وېرېږي.
وایي د طالبانو د حکومت د دې چلند له کبله ډېر هلکان مجبور شوي چې تعلیم پرېږدي او پاته زده کوونکي هم په داسې ټولګیو کې زدکړې کوي چې کم زدکوونکي لري او اکثره استادان یې په ټولګیو کې حاضر نه وي چې له امله یې هلکان د ژور خفګان او خواشینۍ په څېر نفسیاتي ستونځو سره مخ شوي دي.
د طالبانو حکومت لا تراوسه د بشري حقونو د څار تنظیم رپوټ ته څه غبرګون نه دی ښودلی.
Forum