لاس رسیدونکی لینک

 
‎ د قطر په منځګړتوب د اوکرين شپږ ماشومان د روس نه بيرته راوستل شول
تازه خبر

‎ د قطر په منځګړتوب د اوکرين شپږ ماشومان د روس نه بيرته راوستل شول


په روسي ځواکونو تور لګېدلی چې د اوکرين نه په نيول شوي سيمو کې يې په زرګونو ماشومان د سکولونو، هسپتالونو او يتيم خانو نه په زور ويستلي او روس ته اړولي دي.
په روسي ځواکونو تور لګېدلی چې د اوکرين نه په نيول شوي سيمو کې يې په زرګونو ماشومان د سکولونو، هسپتالونو او يتيم خانو نه په زور ويستلي او روس ته اړولي دي.
ای اېف پي
د قطر چارواکو د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي د دوی په منځګړتوب يې هغه شپږ اوکريني ماشومان بيرته راوستلي چې په اوکرين د روس د يرغل وروستو يې روس ته بوتلي وو.
د قطر چارواکي وايي ډېر زر به دا موشومان د خپلو کورنيو سره يوځای شي.
په روسي ځواکونو تور لګېدلی چې د اوکرين نه په نيول شوي سيمو کې يې په زرګونو ماشومان د سکولونو، هسپتالونو او يتيم خانو نه په زور ويستلي او روس ته اړولي دي.
د اته نه تر پينځلس کاله عمر پورې د اوکريني ماشومانو دا دويم ټولګی دی چې په ماسکو کې د قطر د سفارت په مرسته د روس نه بيرته راوستل شوي دي. په دوها کې د قطر په منځګړتيا د روس او اوکرين ترمنځ د موافقنامې په ترڅ کې څلور نور اوکريني ماشومان په اکتوبر کې راوستلی شوي وو.
د قطر د نړيوالو رابطو معاون وزيرې لولوا الخاطر ويلي “قطر شپږ نور ماشومان د روايتي رخصتۍ په موقع د خپلو کورنيو سره يوځای کړي دي. دواړو خواو د قطر په منځګړتوب په ښه نيت کار کړی او دا پروسه يې کاميابه کړې”.
په دې وروستي ټولګي کې يو تن يولس کلن هلک دی چې مور يې د اوکرين په پوځ کې وه او د نيولو وروستو په ماسکو کې ساتل شوې ده. دغه هلک خپلې ترور ته حواله کړل شوی او د ماسکو د لارې اوکرين ته روان دی.
يو بل اته کلن هلک په ختيځ اوکرين کې د کال 2022 د مارچ مياشتې نه د خپلې نيا سره و چې د قطر د خبرو اترو په نتيجه کې دواړه ماسکو ته لاړل چې د روس د ولقې لاندې لوهانسک سيمې ته لاړ شي او د خپلې مور سره يو ځای شي.
ټولې کورنۍ په دغه لار ګډ سفر کوي چې د ماسکو او مېنسک نه کييف ته د قطري سفارتکارانو او ماشومانو سره يوځای د اوکرين پولې ته لاړ شي او هغلته د اوکرين چارواکو ته وسپارل شي.
اوکرين ويلي د ماسکو د کال 2022 د فېبرورۍ د يرغل نه وروستو روس نزدې 20,000 اوکريني ماشومان بوتللي چې د څلور سوه نه کم پکې بيرته اوکرين ته ورغلي.
روس دا ردوي چې په زرګونو اوکريني ماشومان يې په زور بوتللي دي او وايي د چا چې د کورنۍ مشران نه وو هغه ماشومان يې د هغوی د ساتنې په خيال خوندي ځای ته بوتللي.
الخاطر ويلي د قطر منځګړتوب د روس او اوکرين دواړو لخوا د خواست په نتيجه کې ممکن شوی چې دواړه خواوې د يو بل سره د تعاون لارې چارې ولټوي او د اعتماد جوړولو بنياد کيږدي.
قطر د لوړې کچې په خبرو اترو او د يرغمل شوو تنانو په تبادله کې د تېرو څو مياشتو راهسې د توجه مرکز دی او په خاصه توګه په غزه کې د اوه ورځني اوربند او د يرغمل شوو په ازادولو کې يې د اسرايل او حماس ترمنځ منځګړتوب کړی.
د دې ترڅنګ د اوکرين صدر ولاډيمير زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې په ورځ تيارۍ نيولې چې د اوه ترقي يافته صنعتي هېوادونو لا ګروپ اف سيون د مشرانو سره د انټرنېټ د لارې ملاقات وکړي چې د اوکرين په تازه صورتحال ورسره خبرې اترې وکړي.
د روس د يرغل وروستو يو شمېر هېوادونو د اوکرين پوځي او نورې مرستې ورکول پيل کړي.
دا ملاقات د زېلېنسکي د امريکا سينټ ته د بريفېنګ ورکولو نه يوه ورځ وروستو راجووړ شوی کوم چې د اوکرين صدر په اخري وخت کې معطل کړی. امريکايي چارواکو نه دي ويلي په څه وجه زېلېنسکي دغه بريفېنګ معطل کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG