واشنګټن – اې پي خبري ادارې خبر ورکړی چې د امریکا د نېواډا پوهنتون په لاس وېګس کمپس کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو برید کې درې کسان په ډزو وژل شوي او څلورم تن ټپي شوی دی.
پولیس وايي، خپله برید کونکی هم د پېښې په ځای کې مړ موندل شوی.
برید له غرمې مخکې شوی او پولیسو ژر د پوهنتون ودانۍ ته چې په نړۍ کې د مشهور ځای لاس وېګس په څو میلو کې پرته ده ورغلي دي، په داسې حال کې چې زده کونکي ټول په ټولګیو کې پټ شوي وو.
چارواکو د پېښې په اړه له لومړني راپور څخه ۴۰ دقېقې وروسته د پېښې د ختمېدو (ال کلیر) خبر ورکړی.
پولیسو تر اوسه د برید کونکي پېژندګلو نه ده ښکاره کړې.
دا ډزې په هغه ښار کې شوي چې خلک پکې تر اوسه هم د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر له پېښې څخه وېره لري، چېرې چې یو وسلوال له منډلې بې کسینو څخه ۶۰ کسان وژلي وو او په سلګونو نور یې ژوبل کړي وو.
پولیسو په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي، چې درې کسان وژل شوي، څلورم په سخت ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.
چارواکو دمګړۍ نور اضافي معلومات نه دي ورکړي.
د پوهنتون د پولیسو یو افسر اډم ګارسیا ویلي، چې پولیسو مشکوک کس وموند او ورسره ښکېل شول چې اوس مړ دی.
خو تر اوسه معلومه نه ده چې مشکوک کس څنګه مړ شوی دی.
Forum