لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزير سره ليدلي 


د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ويسټ د پاکستان د بهرنيو چارو د نګران وزير جليل عباس جېلاني سره ليدلي دي.

له دې وړاندې تامس ويسټ ويلي وو، د پينځم نه تر 15 دسمبر پورې د پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عرب سفر کوي.

نوموړي په اېکس (پخواني ټویټر) په پښتو ژبه پوسټ کړی او ويلي يې وو، په سفر کې "له مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو، او اقتصادي مسایلو خبرو ته په تمه یم".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تامس ویسټ او جليل عباس جېلاني د ليدنې په حواله په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي،

"د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او پرمختګ د ودې دپاره د اجتماعي نقطه نظر په ارزښت ټينګار کړی او په دغه لړ کې یې د نړیوالو همکارانو سره د پاکستان د ژمنې یو ځل بيا تاييد کړی دی".

امريکې او پاکستان د دغه ليدنې په اړه تراوسه نور څه نه دي ویلي.

د افغانستان دپاره د امريکې ځانګړي استازي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی، چې د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو، بشري حقونو سازمانونو، پاکستان د پښتون ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې د واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.

خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

پرون په اووم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، "پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيان د ملک په امنيت او اقتصاد بدې اغېزې کوي، او د ملک په ګټه حکومت د دوی د بيرته لېږلو پرېکړه کړې ده".

د وي او اې د خبر ترمخه، دوه ورځې وړاندې يو پاکستاني چارواکي ويلي وو، امریکا د پاکستان نه د غېرقانوني افغانانو په ستنول کېدو اعتراض نه لري خو غوښتنه يې کړې چې د ژمي په موسم کې دې دا لړۍ ورو کړی شي.
په پينځم دسمبر د امریکايي چارواکو يوې ډلې د پاکستاني مامورینو سره په اسلام اباد کې د 1.7 ميلينو افغانانو د ستنول کېدو په اړه خبرې کړې وې.

د امریکايي ډلې مشرې د ابادۍ، کډوالو او د مهاجرت دپاره د امریکايي ادارې نایب سېکرېټري جولېیټا والز نویس کوله.

امریکايي ډلې سره د پاکستاني چارواکو په مذاکراتو خبر یو پاکستاني چارواکي ويلي وو، د امریکايي چارواکو کوشش وو چې د هغو 25000 افغانانو ستنول ودروي چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس پاکستان ته تللي او په ممکنه توګه په امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري.

جولېیټا والز نویس او د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دواړو د ليدنې په باب ټويټس کړي او ويلي يې وو، "د افغان کډوالو، خونديتوب او بيا مېشتېدنې په حواله یې خبرې اترې" شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG