لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عباس ستانیکزی: څوک چې له نجونو د تعلیم حق اخلي دا ظلم او د هغوی پر حق تېری دی


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانیکزي یو ځل بیا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د خپل حکومت په بندیز باندې کلکې نیوکې کړې او وایي د دې ستونځې له کبله ولس له طالبانو لرې کېږي.

عباس ستانیکزي د دسمبرپه اوومه په کابل کې له تعلیمي ادارو د فارغه شویو زده کوونکو د فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي چې که څوک له نجونو د تعلیم حق اخلي دا د هغوی پر حق تېرې او ښکاره ظلم دی:

"نن زموږ یواځینی مشکل چې له خپل ملک سره، له ګاونډیو سره او د دنیا له ملکونو سره حل [نه] دی په همدې مشکل باندې، نن چې زمونږ ملک له مونږه فاصله ساتي او راڅخه خفه کیږي یا له موږه ګیله لري هغه هم دغه د علم په موضوع باندې".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل نجونو ته د تعلیم حق خدای او رسول ورکړی او زدکړې د هغوی طبیعي حق دی، وایي هر څوک چې دا حق ترې اخلي دا د هغوی پر حق باندې تېری او ظلم دی:

"په هر ملک کې چې د علم دروازې تړلې وي‌ هغه تاریک دی، په فقر به مبتلا وي، اشغالېږي به او د نورو قومونو تر تاثر لاندې به وي، وږی به وي او نورو ته به یې د احتیاج لاس نیولی وي".

عباس ستانیکزي په خپلو څرګندونو کې دا ونه ویل چې چا له نجونو د تعلیم حق اخیستی دی، خو د نجونو له زدکړو سره مخالفت یې د ځینو کسانو شخصي خواهشات وبلل. وایي له تعلیم سره مخالفت ددې هیواد له بچیانو سره لویه جفا ده:

"د امارت په چارواکو او مسئولینو باندې مې همدا غږ دی د ورورګلوۍ او انډيوالۍ، چې د علم دروازې دې زموږ د ملک د ځوان نسل د بچیانو په مخ باندې خلاصې کړي".

عباس ستانکزي وویل چې که څوک د نجونو له تعلیم سره د مخالفت په برخه کې دلایل لري باید چې څرګند یې کړي.

د طالبانو حکومت د 2021م کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته تر شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې د نجونو تعلیم ته اجازه نه ده ورکړې او د 2022م کال له دسمبر میاشتې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې عباس ستانییزی د نجونو د سکولونو د بندولو له کبله پر خپل حکومت باندې نیوکې کوي، مخکې یې هم څو ځله ورته تنقیدونه کړي وو خو تر اوسه د هغه دغو اعتراضونو او د نړیوالو غوښتنو د طالبانو حکومت نه دی مجبور کړی چې د نجونو اعلی تعلیم ته بیرته جازه ورکړي.

طالبانو د حکومت چارواکو بیا بیا ویلي د نجونو په زدکړو لګېدلي بندیزونه دایمي نه دي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د نجونو د تعلیم لپاره پلان جوړوي خو نه ده معلومه چې په میلینونو له تعلیمه محرومه افغانې نجونې به کله بیرته تعلیم پیل کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG