د باییډن انتظامیې د شنبې - خالي په ورځ ویلي چې د امریکې د بهرنیو چارو محکمې په بېړني ډول په اسرایل 106.5 ملینه ډالرو د ټانکونو د 14,000 ګولیو یا مرمیو او نورو مهماتو د خرڅولو منظوري ورکړې ده
د بهرنیو چارو محکمې ویلي چې په اسرایل د ټانکونو د مرمیو اؤ مهماتو د پلورلو یا خرڅولو نه یې کانګریس د جمعې په شپه ناوخته خبر کړی ؤ اؤ د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن دې نتیجې ته رسېدلی ؤ چې د امریکا قامي ګټه کې باید دا مهمات په سمدستي توګه په اسرایل وپلورل شي.
په اسرایل د ټانکونو د مرمیو په پلورلو کې د کانګریس هغه ارزونه له پامه غورځول شوې ده چې په عامه توګه په بهرنیو پوځونو د وسلو خرڅولو لپاره یو ضرورت وي.
داسې چرته خد و خال کیږي چې انتظامیه د قانون سازانو لخوا د وسلو اؤ مهماتو پلورلو منظورۍ ته انتظار ونه کړي اؤ په عاجل ډول ددې د خرڅون منظوري ورکړي .
د ایسوسي ایټیډ پریس له مخې د کال 1979 نه راپدیخوا لږ تر لږه څلور ځله انتظامیې خپل دا واک استعمال کړی ؤ
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي "امریکا د اسرایل د سلامتۍ لپاره کلک هوډ لري اؤ دا د امریکې په ملي مفاد کې ده چې هغه د اسرایل د پیاوړتیا اؤ د ځان د دفاع جوګه کولو لپاره اسرایل ته کومک ورکړي اؤ د مهماتو دا مجوزه خرڅون هم ددې مقصد په اساس دی"
دا ګام په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې د صدر جوباییډن لخوا اوکراین، اسریال اؤ دملي امنیت د نورو چارو لپاره د نزدې 106 بلین ډالرو د امدادي پیکیج خواست کانګریس کې د غور لاندې دی اؤ امریکې د ایمیګریشن پالیسۍ اؤ پولې د امنیت په بحثونو کې نښتی دی.
د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو د خالي په ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکې له لوري د هغه قرارداد ویټو کولو ستاینه کړې ده چې پکې د حماس پر ضد د اسرایل د جګړې ودرولو غوښتنه شوې وه.
نیتن یاهو ویلي نور هیوادونه هم باید په دې پوهه شي چې یو لوري ته د حماس د له منځه وړلو ملاتړ کیږي ،بل لوري ته د هغې جګړې د ودرولو غوښتنه منل ناممکنه ده چې د حماس د ختمولو لپاره روانه ده.
هغه ویلي "اسرایل به د حماس ختمولو اؤ د جګړې د نورو هغه مقصدونو ترلاسه کولو لپاره هغه منصفانه جګړه پرمخ وي چې موږ ټاکلي دي"
اسرایل د خالي په ورځ دا هم ویلي چې په غزې کې خپلې پوځي کارروایۍ لا پسې پراخوي.
اسرایل د خالي په ورځ خلکو ته امر کړی دی چې هغوي باید د غزې له مرکزي جنوبي ښار خان یونس له مرکز اوځي، دا په داسې حال کې ده چې په بریدونو کې وژل شوي ټپیان هلته په ناصر روغتون کې پراته دي.
دملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د اسرایل اؤ حماس تر منځ د روانې جګړې ودرولو په موخه د یو قرارداد په منظورولو کې له دې امله پاتې راغلې ده چې امریکې دغه قرارداد ویټو کړی ؤ.
د امنیت شورا د ۱۵ؤ غړو څخه ۱۳و د قرارداد په حمایت کې او امریکې د دې په مخالفت کې رای ورکړې وه. برتانیې د رای ورکولو نه ډډه کړې وه.
پلویانو د قرارداد ردېدل د خفګان ورځ بللې وه او خبرداری یې وکړی چې نوره مرګ ژوبله به رامنځته شي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د وسله والې ډلې حماس په حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي وؤ، چې زیاتره ملکي کسان وؤ. په حمله کې حماس تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وؤ چې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یې اوس په هغوي کې یو څه خوشې کړي دي.
په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د ۱۷۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي. وزارت وايي په وژل شویو کسانو کې ۷۰ فیصد ښځې او ماشومان دي. وزارت دا فرق نه کوي چې وژل شوي کسان وسله وال دي او که ملکي خلک.
(ددې رپورټ معلومات د وي او ای انګلش ،ای پي،روېټرزاؤ ای اېف پي نه اخستل شوي دي)
Forum