لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: بمي چاودنه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو افسر وژل شوی، دوه کسان ژوبل


د بلوچستان په خضدار سره کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو ګاډي په بم الوځول شوی چې د پولیس په وینا دې چاودنه کې د سي‌ ټي ډي یو افسر یا ایس ایچ او وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو د خضدار ټاڼې د ایس ایچ او له خولهې ویلي چې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس په یو ګاډي کې روان وؤ چې د سلطان ابراهیم روډ سره یې په ګاډي بمي چاودنه شوې ده ده.

دغه پولیس افسر ویلي ، چاودنه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو سیمه ییز مشر یا ایس ایچ او محمد مراد جاموټ وژل شوی اؤ دوه کسان نور ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي د پېښې سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي ، سیمه یې په ګیره کې اخستې اؤ د ورانکارو لټون کوي خو د پېښې په تړاؤ لا څوک نه دي نیول شوي.

ددې پېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون خوښه بلوڅ وسله والو ډلو، تحریک طالبان پاکستان اؤ یا هم ترهګرې ډلې داعش قبوله کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي تېره اوونۍ یو پاکستاني ټي وي چینل ته ویلي وؤ ،د تېرو اتوؤ میاشتو راهسې هیواد کې ترهګري 78 فیصدي زیاته شوې ده اؤ د ترهګرۍ په زیاتېدو کې بلوڅ بېلتون خوښې ډلې اؤ ټي ټي پي ستر چیلینجونه دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز هم پخپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې رياست مخالفه پېښې سېوا شوي دي اؤ څېړونکي نظر لري چې د خپلو بریدونو زیاتولو له لارې ټي ټي پي په پاکستان فشار زیاتول غواړي.

د څېړنيزې ادارې پېکس شمېرې ښیي چې د نومبر میاشت کې دپاکستان دننه په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړي په ګډون 83 کسان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG