لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرک: د ګېس له امله اور لګېدو پېښه کې يو ماشوم مړ او نهه نور سوځېدلي دي


عکس د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ دی
عکس د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ دی

د خېبرپښتونخوا په کرک ضلعه کې د ګېس له امله د اور لګېدو په پېښه کې لس کسان سوځېدلي، زیاتره ماشومان دي او عمرونه یې د 18 کلونو نه کم دي، یو ماشوم پکې مړ شوی دی.

انتظامیې د پېښې تاييد کړې او ويلي يې دي، دا پېښه تیره ورځ د بانډا داود شاه تحصیل عیسک خماري سیمه کې شوې ده.

د کرک د انتظامیې مرستیال کمېشنر مجیب الرحمان د دفتر چارواکو وویل پېښه هغه مهال شوې چې دې کسانو د کورني ضرورت د پاره د کمپنۍ له یو څاه يا کوهي څخه په غېر قانوني طریقه د پلاسټک په شاپر لفافو کې ګېس جمع کولو او په دغه مهال د اتش ګیر مادې څخه اور لګېدلی دی.

د کرک ضلعې د ژغورنې ادارې 1122 ویاند ناصر مروت وايي په فوري توګه امدادي کارمندان د پېښې ځایی ته رسېدلي اور یې د اوبو شیندونکي ګاډو د لارې قابو کړی او اور کې سوځېدلي کسان یې نیزدې روغتون ته وړي دي.

د کرک مرکزي روغتون چارواکي وايي لس تنه په اور سوځېدل شوي کسان راوړل شوي او ټول د 18 کالو نه د کم عمر دي.

دوی وايي سوځېدلو کسانو کې د څلورو حالت زیات مرګونی وو یو پکې د درملنې په وخت نن په روغتون کې ساه ورکړه او درې پېښور ته د درمنلې دپاره لېږل شوي دي.

د انتظامیې مشر مجیب الرحمان په خبره د دې ماشومانو د روغتیا دپاره خپلې عملې ته د هر قسمه اسانتیاو برابرولو لارښونه کړې ده.

د دغه ماشوم چې مړشوی د جسد سره ځايی خلکو او خپلو خپلوانو د ګېس پیدا کولو کمپنۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی او وايي ګېس د دوی په سیمه کې پیدا کیږي خو د دوی حق پرې نه منل کیږي بل دغلته یې د ګیسو څاه ګانې خلاصې پرې ایښې چې ګېس ترې راوځي او بیا تر دغسې ناوړه پېښې کيږي.

یو احتجاج کونکي میانخان وویل دغلته دا څاه خلاصې پریښودل شوې او بل دا ګېس د دوی په علاقه کې پیدا کیږي خو تر اوسه دوی ته په دې حق نه دی ورکړل شوی.

هغه وویل د دغه پېښې دا کمپني زمه واره ده چې دا څاګانې یې خلاصې پریښودې چې له امله یې دا رقم پېښې کیږي او بل په فوري توګه د خلکو د اسانتیا دپاره دې کورونو ته ګېس ورکړل شي چې خلک بیا په غلا کولو مجبور نه وي.

تر اوسه کمپنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د احتجاج يو بل ګډون وال لعل خان خټک وویل کرک ډېر ګېس پیدا کوي او دوی ته ویل شوي چې چرته ګېس پېدا کيږي اول حق به پرې د علاقې د خلکو وي خو هغه وايي په کرک کې داسې نه کيږي.

هغه وویل دا ګیس پنجاب او نورو سیمو ته غځول شوی هلته پرې کارخانې چلوي خو دوی ته دغلته په سیمه کې تر اوسه د ګېس پرمهال د سوځېدلو خلکو دپاره په ضلعه کې برن سنټر یا د سوځېدلو کسانو دپاره د درمنلې اسانتيا نشته.

وي او ای ډيوه په دې اړه د ضلعې انتظامي چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه خو ځواب یې تر لاسه نه کړو.

د انتظامیې مشر مجیب الرحمان دفتر چارواکو وویل د کرک زیاتره سیمو ته ګېس غځول شوی او چرته چې د ګېس پایپونه رسېدلي هغو سیمو کې خلکو ته د ضرورت په وخت ګېس مرحله وار ورکړل کیږي چې خلک پرې د اخلي پخلي کار اخلي.

د دوی په وينا دې خلکو په کورونو کې د لفافو غټې شاپرې لګولي په هغو کې ګېس جمع کوي او بیا د لوډشډینګ په وخت کې یې په کار راولي.

چارواکو زیاته کړه دا یو غېر قانوني عمل دی او انساني ژوند د پاره خطر دی او د مخنيوي دپاره یې انتظامیې د وړاندې نه د فساد جوړېدو د مخنيوي ماده 144 په ځای کړې او چې څوک د دغه قانون سرغړونه کوي پرضد یې قانوني چلند کیږي.

د حکومتي شمېرو ترمخه کرک ضلع کې په کال 1998 کې ګېس او تېل موندل شوي په یو ورځ کې 7000 بیرله تیل او 2500 کیوبیک فټ ګېس پیدا کوي چې دا په هیواد کې د تیلو ریکارډ پیداوار دی.

خو ځايی خلک یې وايی لومړی حق د دوی دی خو له دوی دا حق تروړل کیږي.

دا وخت په پاکستان کې 85000 بېرله تېل پېدا کېږي چې پکې يواځې کرک ضلع 50000 بېرله ورکوي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا د دې دومره لوی پېداوار باوجود هم دلته سړکونه خراب دي، اوبه نشته، سکولونه نه جوړول کېږي او په تېرو 16 کالو کې دې سيمې ته هېڅ پام نه دی شوی.

د پي ټي ایم مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر وویل د پاکستان د اساسي قانون تر مخه د ګېس په پیداوار تر ټولو لومړی حق د هغه صوبې دی چرته چې دا پیدا کېږي خو له بده مرغه په دې اصولوعمل نه کېږي.

هغه وویل د پښتونخوا وسایل قبضه شوي او زیاته یې کړه اوس ولس په خپلو حقونو خبر دی او د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره بیدار شوی دی. او د دغه قبضې ختمولو او په دې د ځايي خلکو حق منلو د پاره پرامنه مبارزه کوي.

علي وزیر په فوري توګه د سوځېدلو کسانو علاقې ته د ګېس اسانتیا د غځولو او دوی د ملک نورو اعلا روغتونونو ته د علاج د پاره وړلو غوښتنه وکړه.

د تېر حکومت وزيراعظم شهباز شریف تېر کال د شمالي وزیرستان سفر پرمهال ځايی خلکو ته د ګېس ورکولو ژمنه کړې وه خو د دغه سیمو خلک بیا بیا احتجاجي مظاهرې کوي او وايي ټول پاکستان ته ګېس او تېل ورکوي خو اوس داسې حال دی چې په خپله پکې نه ګېس شته، نه بجلي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې تېر د ایم ایم ای حکومت د کرک لپاره د ګېس او تیلو په مد کې پینځه فیصدي رايلټۍ منظوره کړې وه خو وروسته بیا عوامي نیشنل ګوند په دې کې دوه چنده پراختیا وکړه او دا رايلټي یې لس فیصده کړې چې تر مخه یې هر کال په میلینو روپۍ کرک ته ترلاسه کیږی.

خو ځايي خلک د مرکزي او صوبايي حکومت نه ګيله کوي چې د هغوي په وسايلو دوی ته واک نه ورکول کېږي او د دوی سره شوې ژمنې نه پوره کيږي.

په صوبه او مرکز کې د تحریک انصاف حکومتي ګوند ایم این اې شاهد خټک دعوه کړې وه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د کرک ضلعې پرمختیايي پروژو باندې د 12 بیلینه روپو د تیلو او ګېس د رايلټۍ فنډونه ولګول شي.

او د بیا د 2012م د جنورۍ په میاشت کې د کرک د دورې په مهال د خېبر پښتونخوا پخواني وزیراعلا محمود خان د کرک ضلعې د ګېس دپاره د دوه اربه روپو پیکیج اعلان کړی وو.

هغه ويلي وو چې د تیلو او ګیس د رايلټۍ فنډ د کرک او نورو تیلو پیداکونکو ضلعو د خلکو حق دی، او زیاته کړې يې وه د مرکزي حکومت د لارښونې سره سم د کرک سیمې پرمختیايي پروژې پیلوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي. دا چې د رايلټي فنډ د کرک په خلکو مصرف کړي.

هغه ویلي وو د کرک رايلټي 12 بیلینه روپۍ د کرک لپاره د پینځو کالو منصوبه ده چې پکې دوه بیلینه د ګېس رسد او 720 میلینه د اوبو لپاره ځانګړې کړی شوي او په نورو روپو به په کرک ضلعه کې سړکونه هسپتالونه سکولونه او نور پرمختیايي کارونه کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG