لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: ایران په درېیو میاشتو کې له هغه ملک نه قریب درې نیم لکه افغان کډوال اېستلي دي


طالب چارواکو ویلي دي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ایران او پاکستان حکومتونو ټولټال اته نیم لکه اسناد نلرونکي افغان کډوال، افغانستان ته په ستنېدو مجبوره کړي دي.

که څه هم ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سخت ژمی راغلی او ستانه شوي کډوال به غریب او جنګ ځپلي افغانستان ته د تګ نه پس د یوې نامعلومې آیندې سره مخ وي، خو بیا هم په ګاونډیو ملکونو کې د غیرقانوني افغان کډوالو په خلاف کاروایانې جاري پاته دي.

د طالبانو په حکومت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالرحمن رشید د ګل/دوشنبې په ورځ ځایي طلوع نیوز ټي وي ته وویل چې د سپټمبر د آخري هفتې راهېسي، یوازې ایران "شاوخوا ۳۴۵۰۰۰" افغانان له هغه ځایه افغانستان ته واپس کړي دي.

رشید بغیر د دې چې نور جزئیات وړاندې کړي، وویل چې د طالبانو انتظامیې هرې راستنې شوې کورنۍ ته د نقدو او نورو بنیادي سهولیاتو مرسته ورکړې ده.

د ایران چارواکو ژمنه کړې چې په هغه ملک کې غیرقانوني مېشت افغانان به له ایرانه وباسي.

بل اړخ ته په پاکستان کې چارواکو ویلي دي، له هغه وخته چې حکومت د ټولو غیرقانوني بهرنیو وګړو په وړاندې د کاروایۍ اعلان وکړ، تر اوسه قریب څلور لکه و نیوي زره (۴۹۰۰۰۰) کسان افغانستان ته واپس تللي دي.

د پاکستان نګران داخله وزیر سرفراز بګټي په اسلام آباد کې یو خبرې کنفرانس ته په خبرو کې دعوه وکړه چې "څه باندې نیوي فیصده" اسناد نلرونکي افغانان په "رضاکارانه" توگه خپل وطن ته ستانه شوي او یا د ستنېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اچ سي آر) وایي چې په دې وروستیو ورځو کې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېره په کمېدو ښکاري، مګر پېشګویي کوي چې د ۲۰۲۴ کال تر جولای میاشتې پورې، توقع شته چې دوه لکه اتیا زره (۲۸۰۰۰۰) نور افغان کډوال هم له پاکستانه خپل وطن ته ستانه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG