لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: ترهګرو ته به بې له شرطه تسلیمېدل وي، ریاست به ورسره هیڅ مذاکرات نه کوي


د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په ملک کې ترهګرو ډلو ته خبردارى ورکړى چې پرته له کوم شرطه تسليم شي اؤ ویلي یې دي چې رياست به ورسره هیڅ مذاکرات نۀ کوي.

په عین حال کې د پیپلز ګوند مشر اؤ د هیواد پخواني خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د هغه چا خلاف د کارروایۍ غوښتنه کړې ده چې په تېرو وختونو کې یې ترهګر له جېلونو ازاد کړي اؤ افغانستان ته له لېږلو وروسته یې بیا په قبایلي سیمو کې اباد کړي وؤ.

د دوشنبې یا ګل په ورځ نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د کورنیو چارو په وزارت د هغو کورنیو سره وکتل چې عزیزان یې د ترهګرۍ په حملو کې وژل شوي و. په دې لېدنه کې د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ميا افتخار حسین او په خېبر پښتونخوا کې ددغه ګوند ویانده ثمر بلور هم شامله وه.

انوار الحق کاکړ له دغو کورنیو سره د خبرو پر مهال وویل، "ټول ملت د هغو شهیدانو درناوی کوي، چې د هېواد او ولس لپاره یې قربانۍ ورکړي دي".

هغه ویلي دولت هیڅ داسې مډال او انعام نه لري، چې "د شهیدانو د کورنیو د غړو د غمونو اؤ درد بدیل" وګڼل شي خو ويې ویل "ټول ملت به تل د شهيدانو د قربانيو پوروړی وي."

ښاغلي کاکړ وویل چې د پوليس، سياستوالو، صحافيانو، مدني ټولنې، طالب علمانو، د پاكستان پوځ په شمول د ټولنې د هرې څانګې سره تړاؤ لرونکو د هېواد او ولس لپاره قربانۍ وركړې دي.

نګران وزيراعظم وويل د طاقت د استعمال حق يوازې رياست لري اؤ هيڅ یوې ډلې يا فرد ته د ژبې، رنګ، نسل، مذهب په اساس د تشدد اؤ اړي ګړي اجازه نه شي ورکړل کیدای.

د نګران وزیراعظم وینا وه که کومه وسله واله ډله پرته له کوم شرط ځان تسلیموي اؤ پخپلو بدو پښېمانه کیږي نو وړومبی به ورته د شهیدانو له کورنیو بښنه غوښتل وي .

هغه وويل، ترهګر بايد پرته له کوم شرطه ځانونه تسليم کړي اؤ که په بشپړه توګه خپله تېروتنه ومني او بې شرطه تسليم شي، نو بيا دولت پرېکړه کولى شي.

خو نګران وزیر اعظم واضحه کړه چې که چرې ترهګرې ډلې داسې ونه کړي نو بیا "مونږ تر سلو کالو جګړې ته هم چمتو يو."

هغه وویل حکومت به د ورانکارو سره هيڅ ډول اړيکې ونه نيسي.

انوارالحق کاکړ وویل، چې دولت به په هره طریقه د خپلو خلکو امنیت تامینوي او په دې برخه کې به هیڅ ډول قربانۍ نه مخ نه ستنوي.

په دې کتنه کې موجودو کورنیو چي خپل رشته داران یې په حملو کې د لاسه ورکړي و، هم خپل احساسات څرګند کړل او د دولت او کورنيو چارو وزارت د اقدام قدرداني یې وکړه او د تروريزم په وړاندې يې پر خپل هوډ ټينګار وکړو.

نګران وزيراعظم داخله وزارت کې "د شهيدانو د يادګاري عکسونو د ګیلرۍ" پرانسته هم کړې ده.

په دې موقعه نګران وزیر اعظم په دېوال باندې د پښتونخوا د یو وژل شوي پولیس افسر صفوت غيور انځور په دیوال راځوړند کړو.

په ګیلرۍ کې د هغو شهیدانو عکسونه لګول شوي چې د وطن لپاره یې خپل ژوند قربان کړی دی.

ددغه ګیلرۍ لېدنې ته د هیواد پخوانی خارجه وزیر اؤ د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم ورغلی ؤ اؤ هغه په داخله وزارت کې مطبوعاتو ته ویلي په تېرو وختونو کې په سنګینو مقدمو کې ککړ ترهګر له جېلونو ویسل شوي اؤ افغانستان ته لېږل شوي وؤ اؤ هغه بیا د لته راوستی شول چې له دې امله د هیواد امنیت ګډوډ شو.

بلاول وویل د پارلیمان اؤ پاکستاني ولس څخه له پوښتنې پرته د یوې فیصلې په اساس هغه ترهګرو سره خبرې وشوې چې پوځ،پولیس اؤ ولس په ډیرو درنو قربانیو ماتې ورکړې وه اؤ له جیلونو وویستی شول اؤ عمران خان بیا په بلنه ورکړې اؤ په قبایلي سیمو کې یې ودان کړل.

هغه غوښتنه وکړه کوم خلک چې په دغه پرېکړه کې ککړ وؤ دهغوي خلاف باید کارروایي وکړل شي.

پخواني وزیر اعظم عمران خان پخپله هم منلې ده چې هغه دخپلې واکمنۍ په مهال په افغانستان کې واکمنو طالبانو سره خبرې پېل کړې وې چې افغانستان ته اوښتي پاکستاني وسله وال بېرته باید پاکستان کې اباد کړل شي خو وایي حکومت چې یې ختم شو نو بیا دغه لوري ته توجو ونه شوه

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG