لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان هايکورټ د بلوڅ ځوان د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پولیس څلور اهلکار معطل کړي


د پاکستان د بلوچستان صوبې ستر عدالت (هايکورټ) د بلوڅ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پوليسو څلور اهلکار معطل کړي دي.

په نهم دسمبر د پاکستان په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې د پولیسو په ولکه کې د وژل شوي بلوڅ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې وه.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، د سي ټي ډي د ایس ایچ او درو نورو مامورینو پرضد دا مقدمه د تربت د ضلعي جج په امر د بالاچ بلوڅ د پلار مولا بخش په مدعیت کې د تربت په سټي پولیس تاڼه کې درج کړل شوې وه.

د سرکاري خبر ترمخه د بلوچستان هايکورټ چيف جسټس نعيم اختر افغان او جسټس نذير احمد لانګو دوه کسيزه بنچ د وژل شوي بالاچ د پلار مولابخش په خواست پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ اورېدنه کړې ده

په عدالتي حکم کې د سي ټي ډي اهلکارو معطل کولو او د مکران څخه د کوېټې پوليس کرايم برانچ ته منتقل کولو ويل شوي دي.

عدالت د پېښې د منصفانه پلټنو دپاره د لوړ پوړو پولیس افسرانو د کمېټۍ جوړولو حکم کړی دی.

د بلوچستان صوبې سي ټي ډي د نومبر د 22مې او 23مې ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې، په وژل شوو کسانو کې بالاچ بلوڅ هم وو، د هغه کورنۍ تور لګولی بلوڅ د اکتوبر په وروستيو کې د کوره پورته کړی شوی په په 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړی شوې، مقدمه پرې درج شوې په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو.

د بالاچ بلوڅ د وژنې وروسته د هغه کورنۍ، مدني فعالو او سياست والو احتجاجي پرلت پېل کړی او د هغه د عدالت نه لرې وژنې د مقدمې غوښتنه یې کوله چې د سي ټي ډي چارواکو ضد دې مقدمه درج کړی شي.

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي بلوچستان صوبه کې د عدالت لخوا د سي ټي ډي پوليس افسرانو پرضد مقدمې درج کېدو ته د "فکر لمحه" ویلي او زیاته کړې یې ده، "مونږ ته به سوچ کول وي که دا جګړه مونږ د رياست په حېث کوو نو مونږ ټولو ته به دا جګړه کول وي دا نه شي کېدی چې د سي ټي ډي په افسرانو مقدمه درج کړی شي".

سرفراز بګټي پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې وويل، "بلوچستان کې پرون د سي ټي ډي يو ځوان زړوره افسر ووژل شو، څه موده وړاندې ترهګرو د هغه يو بل ملګری وژلی وو، یو اړخ ته هغوی د ترهګرۍ د چېلنج سره مخ دي او بل اړخ ته هلته زمونږ عدليه امر کوي چې په هغو دې مقدمه درج کړی شي، دا د فکر خبره ده، مونږ له به سوچ کول وي چې مونږ څنګه دا جګړه کوو، مونږ ته به سوچ کول وي که دا جګړه مونږ ته د رياست په حېث کول وي نو مونږ ټولو ته به دا جګړه کول وي دا نه شي کېدی چې د سي ټي ډي په افسرانو مقدمه درج کړی شي".

بګټي دا هم ويلي وو، "د پاکستان څخه به د ترهګرۍ ناسور ختمولی شي، د ترهګرۍ ضد تسلسل نشته، ګټل شوې جګړه بيا کولی شي، پاکستان ته به د چېلنجونو څخه ويستلو دپاره خپل ذهن پاکول وي چې د تشدد حق يواځې ریاست کارولی شي، که چا په هر نوم تشدد لاره خپله کړې ده هغه به لاس به پرېکول وي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG