د امریکې صدر جو بایډن په وایټ هاوس کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په ملاقات کې وویل چې د روس په خلاف جګړه کې به کیف یواځې نه پریږدي. دوی دواړو د امریکا او اوکراین پر نیژدې اړیکو ټینګار وکړ.
صدر زلنسکي ویلي ده او ولسمشر جو بایډن پر دې خبره اتفاق کړی چې د اوکراین د هوایي دفاعي سیسټمونو د شمېر پر زیاتولو کار وکړي.
واشنګټن ته د صدر ولادیمیر زلانسکي د سفر په مهال هم روس نن د چارشنبې- شورو په ورځ د اوکراین پایتخت ته پرله پسې میزایل ور ویشتلي چې د رپوټونو له مخې لږ تر لږه 45 کسان یې ټپیان کړي دي.
صدر بایډن له زلنسکي سره تر لیدو وروسته پر کانګرس ږغ وکړ چې له اوکراین سره د څو ارب ډالرو اضافي مرستې منظوري ورکړي.
په کانګرس کې ریپبلکن ګوند د اوکراین لپاره د صدر بایډن د انتظامیې د غوښتل شویو تازه پوځي مرستو مخه نیولې خو ښاغلي بایډن له صدر زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې له اوکراین سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه او ویې ویل:
"زه به اوکراین یواځې پرې نه ږدم. د امریکا ولس به هم داسې ونه کړي".
د امریکا مشر دا هم وویل چې په دې جګړې کې د اوکراین ماتې خوړل په دې معنا ده چې د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین او "بل هر تېري کوونکی به زړور شي".
بایډن وویل د روسي صدر ارمان دا دی چې امریکا به پر اوکراین مرستې بندې کړي، خو وایي " موږ باید، موږ باید هغه [پوتین] غلط ثابت کړو".
د بایډن انتظامیې د سه شنبې- نهې په ورځ له اوکراین سره د 200 میلینه ډالرو نوې پوځي مرستې اعلان وکړ، چې د هوایي دفاع میزایل او اجزاو پکې شامل دي.
خو صدر ولادیمیر زلنسکي د امریکې له چارواکو وغوښتل چې د روس د یرغل خلاف د جګړې په برخه کې ورسره د مرستې لپاره د 61 اربه ډالرو نوې پوځي مرستې منظوري ورکړي.
د اوکراین صدر په داسې مهال واشنګټن ته د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره راغلی چې یوې خواته په منځني ختیځ کې د اسرایل اوحماس روانې جګړې د اوکراین د جګړې په هکله خبرې سړې کړې او بلې خواته سپینه ماڼۍ او د کانګرس ریپبلکن ګوند د اوکراین او اسرایل لپاره د مرستې پر سر په جنجال اخته دي.
د نهې- سه شنبې په ورځ د اوکراین صدر د ولسمشر جوبایډن په ګډون په کانګرس کې د ریپبلکن او ډیموکرېټ ګوند له غړو سره هم په دې هیله لیدلي چې هغوی قانع کړي له کیف سره دې خپلې مرستې روانې وساتي.
یو شمېر قدامت پسند ریپبلکن سنېټران وایي که د کانګرس ډیموکرېټان او سپینه ماڼۍ له مېکسیکو سره پر ګډه پوله د کډوالۍ اصلاحات ونه مني، دوی به هم د مرستو دا مسوده منظوره نه کړي.
صدر جو بایډن له کانګرسه د اسرایل، اوکراین او ملي امنیت د ځینو نورو پروګرامو لپاره د 106 ارب ډالرو بودیجې غوښتنه کړې خو کانګرس د کډوالۍ د پالیسۍ او د پولې د امنیت پر سر د جنجال له کبله دا غوښتنه د دسمبر پر شپږمه د سېنټ په غونډه کې رد کړه.
Forum