لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر بایډن د مواخذې یا استیضاح په اړه پوښتنه تصویب کړه


د امریکا د استازو جرګې یا هاوس سپیکر مایک جانسن
د امریکا د استازو جرګې یا هاوس سپیکر مایک جانسن

واشنګټن – د امریکا د استازو جرګې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ولسمشر جو بایډن د مواخذې په اړه پوښتنه تصویب کړه او هر رېپلېکن د دغه سیاسي بهیر تر شاه ولاړ دی، خو په ګوند کې ځینې اندېښنې شته چې پلټنو لا داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی چې ولسمشر دې کوم غلط کار کړی وي.

په دې اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ د ۲۱۲ په مقابل کې له ۲۲۱ ووټونو سره د هاوس ټول ریپبلېکنز د ریکارډ په توګه د مواخذې د بهیر په ملاتړ کې درېدلی.

کچېرې مواخذه یا استیضاح وشي نو د ولسمشر لپاره سخته سزا ورکول کېدای شي. هغه سزا چې د اساسي قانون له مخې "د لوړو جرمونو او ناوړه چلند" لپاره ټاکل شوې کولای شي چې له څوکۍ څخه یې لېرې کړي کچېرې د سنېټ په محکمه کې مجرم وبلل شي.

د میاشتو میاشتو لپاره روانې پوښتنې دا باوري کوي چې د مواخذې پلټنې تر ۲۰۲۴ کاله دننه ته هم اوږدې شي.

بایډن به د بیا ټاکل کېدو لپاره سیالي کوي او داسې ښکاري چې د پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ په وړاندې به ټاکنو ته درېږي.

ټرمپ په سپینه مانۍ کې د خپلې دورې پر مهال دوه ځله مواخذه کړای شوی دی.

ټرمپ په کانګرس کې خپلو متحدینو باندې زور راوړی چې د بایډن په مواخذې کې دې چټک ګام واخلي، چې دا د هغه لخوا غچ اخېستنه او د خپلو سیاسي دوښمنانو څخه د انتقام اخېستل دي.

د رایه ورکولو په اړه پرېکړه په داسې وخت کې وشوه چې د هاوز سپیکر مایک جانسن او د هغه مشرتابه ډلې باندې فشار زیات شو چې د دغه نېږدې یوه کلن اوږده کېس په اړه چې د بایډن د کورنۍ د غړو د سوداګریزو کړنو په اړه دی پرمختګ وښيي.

په داسې حال کې چې پلټنو اخلاقي پوښتنې راپورته کړي، تر اوسه هیڅ کوم داسې ثبوت نه دی برسېره شوی چې بایډن دې په فساد کې ښکېل وي او په اوسنۍ او یا پخوانۍ دنده کې یې کوم رشوت اخیستی وي.

له رایه اچونې مخکې، جانسن ورته د "راتلونکي مهم ګام نوم ورکړ" او وویل، "ډېر خلک دې چې په دې خفه دي چې کېس په چټکۍ سره مخکې نه دی تللی."

وایټ هاوس په یو وروستي بیان کې دغه ټول بهیر "بې بنسټه" بللی چې رېپلېکنز په داسې حال کې مخکې زور وهي چې "د خپل ګوند غړي یې هم دا مني چې داسې کوم ثبوت نشته چې د ولسمشر بایدن د مواخذې ملاتړ دې وکړي."

د هاوس ډیموکراټان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د مواخذې د غوښتنې سره مخالفت وکړ.‌

له ماسیچوسیتس څخه ډیموکراټ استازي جېم مکګورن په دې اړه خبرو کې وویل، "دا ټول څه یو سخت سیاسي چال دی. هیڅ ریښتیا والی، قانون والی او بشپړتیا نه لري."

خو رېپبلېکنز وايي، د دوی پوښتنې په بشپړه توګه خپله په ولسمشر باندې تمرکز درلودې. دوی د ولسمشر د ځوی هنټر بایډن په اړه هم ډېر لیواله دي چې په نړۍ کې یې سوداګریزې معاملې کړي او په ولسمشر تور پورې کوي چې له هغو څخه یې شخصي ګټه ترلاسه کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG