لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ ار سي پي: بلوچستان کې د جبري لادرکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو لړۍ دوامداره ده


د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ ار سي پي) وایي په بلوچستان ایالت کې د جبري لادرکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو لړۍ دوامداره ده اؤ په دې کې ککړو عناصرو ته میدان خلاص پرېښودل شوی دی.

پخپل یو بیان کې د بشري حقونو کمیشن غوښتنه کړې ده چې په تربت کې د وژل شوي ځوان بالاچ بلوچ اؤ نورو کسانو د عدالت تر شا د مرموزو وژنو باید په سمدستي توګه رڼې پلټنې وکړل شي اؤ داسې اړین ګامونه دې واخستل شي چې په راتلونکي کې دا رقم پېښې رامخې ته نه شي؟

بیان کې ویل شوي د بشري حقونو کمیشن په دې خبره اندېښمن دی چې د پاکستان ریاست بلوچستان کې په جبري بې درکیو اؤ د عدالت تر شا په وژنو دا احساس نه لري چې دا کارروایۍ د انسانیت پر ضد د جرمونو په زمره کې راتلی شي.

بیان زیاتوي چې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په جبر د لادرکه اؤ د عدالت تر شا د وژل شوؤ کسانو د کورنیو هغو غړو سره ولاړ دی چې د تربت نه یې کوټې ته لاریون وکړو اؤ اوس اسلام اباد ته په لاره دي.

کمیشن ویلي چې مونږ په کوټه کې مظاهرینو سره د شوي هغه چلند غندنه هم کوؤ چې پولیسو د کووتکو په زور د ښار ریډ زون ته له ننوتلو منعې کړې دي.

د بشري حقونو د کمیشن بیان کې له مرکزي حکومت غوښتنه شوې ده چې په اسلام اباد کې باید د مظاهرینو ګېلې مانې په منصفانه ډول واوري اؤ د هغوي په اندېښنو دې سنجیده غور وکړي.

د بلوچستان له تربت سیمې د بلوڅ احتجاج کوونکو پېل شوی احتجاجي لانګ مارچ شپږ ورځې وروسته اوړمه ورځ کوټې ته رسېدلی ؤ اؤ ټاکل شوې ده اوس به دوي خپل احتجاجي لاریون پلازمینې اسلام اباد ته راوړي.

دوی په خپلو سيمو کې د پاکستاني امنیتي ادارو د عملياتو او په هغې کې د ځوانانو د مرموزو وژنو د پېښې د پلټنو تر څنګ په صوبه کې د پوليسو د مقابلو د بندېدو او لا درکه بلوڅانو د موندنې غوښتنه کوي.

احتجاج کوونکو پر شپږم دسمبر لانګ مارچ را ايستلی وو چې د دوشنبې- ګل په ماښام د کوټې سریاب سیمې ته رسېدلی ؤ.

د نورو اغېزمنو بلوڅو کورنيو د غړو تر څنګ په دې احتجاج کې تېره مياشت وژل شوي ځوان بالاچ بلوڅ کورنۍ هم شامله ده، دوی وايي انصاف دې ورسره وشي. د وژل شوي ځوان بالاچ پلار مولا بخش وایي:

"زه خپل حق غواړم، زما زوی خو لاړ، چا چې زما زوی او څلور واړه وژلي هغه د ايف سي والا ته دې د مرګ سزا ورکړل شي".

د ترهګرۍ ضد پوليس سي ټي ډي دعوه کړې وه چې د روان کال د نومبر د 22مې او 23مې په منځنۍ شپه یې په تربت کې "څلور ترهګر وژلي" وو.

په وژل شوو کسانو کې بالاچ بلوڅ هم وو، د هغه کورنۍ تور لګولی بلوڅ د اکتوبر په وروستيو کې پاکستاني عسکرو له کوره پورته کړی او پر 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړل شوې وه.

پر هغه مقدمه درج کړل شوې او په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت بيا سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو لپاره په ريمانډ ورکړی وو، خو وروسته د هغه مړی وموندل شو.

سي ټي ډي هغه وخت بيان خپور کړی وو او پکې ويل شوي چې د بالاچ وسلوالو ملګرو د عملياتو پر وخت د پوليسو پر موټر په وړو او لويو وسلو بريد کړی چې د پولیسو په موټر کې ناست بالاچ پکې وژل شوی او د پوليسو په ځوابي ډزو د هغه درې بريدګر ملګري وژل شوي دي.

د بالاچ کورنۍ، بلوچ يکجهتي کمېټۍ او نورو سياسي مدني فعالانو دا جعلي پوليس مقابله بللې او له هغې پېښې راهیسې احتجاج کوي .

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG