د روس صدر ولادیمیر پوټین د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، اوکراین ته به هله امن راشي چې روس خپلو مقاصدو ته ورسیږي، او هغو مقاصدو کې تبدیلي نده راغلې.
پوټین چې د ۲۰۲۳ کال د خاتمې په خاطر څلور ګنټې مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې وکړې، وویل چې روس غواړي اوکراین "غیر-نازي، غیرپوځي، او یو غیرجانبدار حالت ته بدل" کړي. په اوکراین باندې د روس د پراخ پوځي یرغل له پیل نه دا دی یو کال او لس میاشتې تېرې شوي دي.
روس دا دعوه لري چې د اوکراین په حکومت باندې سختدریځه قامپرستان او نیو-نازي ډلې ډېر زیات اثر رسوخ لري، خو اوکراین او د هغه مغربي اتحادیان د روس دا دعوه بې بنیاده ګرځوي او وایي چې روس دا بې بنیاده خبره صرف د یرغل دپاره یوه بهانه جوړه کړې ده.
صدر پوټین وویل: "کله چې مونږ خپل مقاصد ترلاسه کړو...بیا به امن راشي. کامیابي به زمونږ وي."
هغه په اوکراین کې د روسي عسکرو تازه پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: "قریب د جنګي محاذ په ټولو برخو کې زمونږ وسله والو ځواکونو – چې معمولي انداز کې یې ووایم – لګیا دي خپل سنګرونه بهتره کوي، قریب ټوله د جنګ په فعاله پړاو کې دي."
پوټین دا هم یاده کړه چې اوکراین د دوی په ضد د غټې جوابي حملې اعلان کړی، مګر زېلنسکي "په هېڅ ځای کې هېڅ هم حاصل کړي ندي."
د پوټین دعوه وه چې ګني کیېف خپل عسکر په دې امید د مرګ خولې ته اچوي چې خپلو مغربي ملاتړو ته یو څه کامیابي ښکاره کړي، ځکه د نورو پوځي مرستو توقع لري.
یاده دې وي چې په امریکا کې د اوکراین سره د اضافي مرستو منظورېدل اوس مهال د ځنډ ښکار شوي ځکه رېپبلېکنان د دې مرستو په خاطر وضاحتونه غواړي او هم تقاضا لري چې د مکسیکو او امریکا په سرحد باندې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي دپاره کوټلي ګامونه واخېستلی شي. دوی وایي، دغه مسئله یعنې د امریکا د جنوبي سرحد د استحکام خبره دې هم په مسوده کې ځای کړی شي، خو ډېموکرېټان د رېپبلېکنانو غوښتنې ته آماده نه دي.
د پوټین یوه مطالبه دا ده چې اوکراین دې د نېټو پوځي اتحاد کې نه شاملیږي. نېټو په کراتو ویلي چې دا فیصله کول د هر ملک خپل کار دی، او روس پورې اړه نلري چې څوک نېټو کې شامل کړی شي او څوک دې نشي.
په اوکراین باندې د روس حملې سویډن او فېنلېنډ هم وهڅول چې نېټو کې د شاملېدو درخواست ورکړي. فېنلېنډ په تېر اپرېل میاشت کې ومنل شو او د نېټو ممبرشپ یې ترلاسه کړ، مګر د سویډن شاملېدل په نېټو کې، د ترکیې او هنګري آخري رایو ته انتظار باسي.
د نېټو د سېکرېټري جنرل خبرې
د زیارت/پنجشنبې په ورځ چې کله صدر پوټین مطبوعاتو سره خبرې کولې، په براسلز کې د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل چې پوټین د امن دپاره د آمادګۍ هېڅ نښې نښانې ندي ښودلي.
سټولټنبرګ وویل، یوازېنۍ لاره چې په اوکراین کې یو منصفانه او دایمي امن ته ورباندې رسېدل دي، هغه پوټین په دې قانع کول دي چې هغه به یې د جنګ په محاذ کې ونه ګټي، او اتحادیان دې هم اوکراین سره خپلې مرستې جاري وساتي.
سټولټنبرګ زیاته کړه: "که پوټین یې په اوکراین کې وګټي، یوه حقیقي خطره موجوده ده چې د هغه جارحانه عمل به هلته ختم نشي."
د نېټو مشر اوکراین ته د امریکا د صدر جو بایډن "روښانه ژمنه" وستایله.
بایډن کانګرس ته یوه مسوده وړاندې کړې چې په کې ۶۱ بلینه ډالره د اوکراین سره مرسته شامله ده، خو دا مسوده تر اوسه رېپبلېکنانو په کانګرس کې ځنډولې ده.
زېلنسکي دا تېره هفته په واشنګټن کې و او د رېپبلېکنانو په شمول له امریکایي سیاستمدارانو سره په ملاقاتونو کې یې کوشش وکړ چې هغوی د اضافه مرستو منظورولو ته وهڅوي، خو رېپبلېکن مشران وایي چې د زېلنسکي خبرې دوی ته د قناعت وړ نه وې.
Forum