لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې قانونسازانو د ۸۸۶ بلین ډالرو لوی دفاعي بجټ منظور کړ


د سنېټ د رایې وروستو، په کانګرس کې هم امریکایي قانونسازانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ملک کلنی دفاعي اخراجاتو مسودې ته رایه ورکړه او د ۳۱۰ موافقو او ۱۱۸ مخالفو رایو سره یې د ۸۸۶ بلین ډالرو نېشنل ډیفېنس آټرایزېشن اېکټ (NDAA) پاس کړ. دا منظور شوې مسوده به وروستو بیا صدر بایډن په خپل دستخط سره منظور کړي.

د ۲۰۲۴ کال دپاره د امریکا د دفاع وزارت د اخراجاتو لومړیتوبونه او وړاندې شوې د پالیسیو مسوده، د تېر کال د دفاعي بجټ نه د اته ویشت (۲۸) بلین ډالرو په قدر زیاته ده چې شاوخوا درې فیصده اضافه څرګندوي.

په کانګرس کې د پوځي چارو د کمېټې مشر مایک روجرز وویل: "اېن ډي اې اې (د دفاعي بجټ بل) یو له ډېرو اهمو قانوني مسودو څخه دی چې کانګرس ورباندې غور کوي. هر کال د دې قانوني مسودې منظوره کېدل ټولو هغو سړیو او ښځو ته چې زمونږ د آزادیو دفاع کوي، دا اهم پیغام رسوي چې کانګرس فعالیت کولی شي او د هغو ضروریاتو ته به لومړیتوب ورکوي. د هر بل څه ترڅنګ، د اېن ډي اې اې لاګو کول نن سبا دومره اهم دي چې وړاندې تر دې هېڅکله دومره اهم نه و ګرځېدلي. امریکا او زمونږ اتحادیان د چین، روس، ایران، شمالي کوریا، او ټوله نړۍ کې د ترهګرو تنظیمونو لخوا د بې مثاله او په تېزۍ سره زیاتېدونکو خطرو سره مخامخ دي."

په منظوره شوي بل کې د امریکایي پوځیانو تنخوا ۵.۲ فیصدي سېوا شوې ده، اوکراین سره د امنیتي امداد پروګرام تر ۲۰۲۷ کاله پورې غځېدلی، او د امریکا، برطانیې او اسټرېلیا ترمنځ د امنیتي همکاریو دپاره هم پیسې بېلې کړی شوې دي.

د سنېټ مجلس دا مسوده د شورو/چهارشنبې په ماخوستن منظوره کړې وه. ۸۷ سنېټرانو موافقه او ۱۳ نورو مخالفه رایه ورکړې وه.

د سنېټ د اکثریت ډېموکرېټانو مشر، سنېټر چک شومر په سنېټ کې د دغې مسودې د منظوره کېدو نه پس وویل: "مونږ به په انډو-پسېفیک کې خپل وسایل قوي کړو چې د چین د حکومت جارحانه عمل مخنیوی وکړو، او په ټایوان کې به پوځ ته وسایل ورکړو. مونږ به [د امریکا] دفاع وزارت ته لا زیات وسایل په اختیار کې وکړو چې مصنوعي ذهانت (اې آی) په کار واچوي او ورته وسعت ورکړي، د بهرنیو سایبري خطرو په وړاندې حفاظت مهیا کړي، او د ناپېژندل شوو فضایي موجوداتو په هکله شفافیت سېوا کړي."

تر هغه وړاندې د شورو/چهارشنبې په سهار، د سنېټ د اقلیت رېپبلېکنانو مشر سنېتر مېچ مېکانل هم د دفاعي بجټ دا مسوده وستایله او ویې ویل چې په دې کې دا راغلي چې په کار ده د چین سره د "سټراټیجکې سیالۍ" په برخه کې د امریکا موقف قوي کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG