لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد وایي، کابل او اسلام آباد دې د مخامخ جنګ د مخنیوي دپاره په یوې لوظنامې کار وکړي


زلمي خلیلزاد په کال ۲۰۱۸ کې د امریکا په نمایندګۍ قطر کې د طالبانو له یو مشر ملا عبدالغني برادر سره د دوحې تړون لاسلیک کړ
زلمي خلیلزاد په کال ۲۰۱۸ کې د امریکا په نمایندګۍ قطر کې د طالبانو له یو مشر ملا عبدالغني برادر سره د دوحې تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو بحران راپیدا شوی او اوس دا وخت رارسېدلی چې کابل او اسلام آباد یو بل ته د ترهګرو ډلو د خطرو د مخنیوي دپاره خپل منځ کې سره خبرې پیل کړي.

خلیلزاد چې اوس د امریکا د حکومت استازی او سفارتکار ندی، پخپل شخصي اېکس (پخواني ټوېټر) باندې یې دا ذاتي نظر بیان کړی دی.

هغه ویلي: "د مخامخ جګړې په شمول د حالاتو د لا تاوجن کېدو د مخنیوي دپاره په کار ده چې اسلام آباد او کابل په داسې یوې لوظنامې مذاکره وکړي چې په کې ګرنټۍ یا ضمانتونه او د طریقه کار میکانیزمونه شامل وي."

خلیلزاد وایي، دغسې یوه لوظنامه به د دې مخه ونیسي چې کومه ډله یا کوم فرد د پاکستان یا د افغانستان خاوره، یو د دغو ګاونډیو ملکونو په ضد وکاروي.

خلیلزاد له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی پاته شوی و او په قطر کې یې د طالبانو سره د خبرو په نتیجه کې، د امریکا په نمایندګۍ د دوحې لوظنامه دستخط کړه.

دغه پخوانی امریکایی سفارتکار اوس وایي چې د پاکستان د خاورې نه د افغانستان خاورې ته او یا د افغانستان خاورې نه د پاکستان خاورې ته د ترهګرو د چلېنج په اړه د دوحې په لوظنامه کې په واضحه توګه څه ندي ویلی شوي، او "انګېرنه دا وه چې دواړه ملکونو ته به په دې اهمه مسئلې باندې په دوه اړخیزه توګه مذاکرات کول وي. اوس یې وخت رارسېدلی چې دا پروسه پیل کړی شي."

خلیلزاد پخپل دغه تازه بیان کې چې د زیارت/پنجشنبې په ماښام یې خپور کړ، ویلي دي: "اسلام آباد په طالبانو باندې – هغه یوه ډله چې کله د امریکا، اتحادیانو او افغان ځواکونو سره په جنګ کې وه نو [پاکستان] ورسره مرسته کوله او پټنځای یې ورته مهیا کړی و – اوس ورباندې تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) جنګیالیو ته د خپل ملک [پاکستان] له قواوو سره جنګ کولو کې مرسته کوي. طالبان په داسې حال کې چې د پاکستان بیانونه ردوي، په اسلام آباد تور لګوي چې داعش-خراسان ډلې ته ټیکانه او ملاتړ برابروي، چې بیا د طالبانو په امنیتي ځواکونو او عوامو حملې کوي. پاکستان دا دعوې ردوي."

زلمي خلیلزاد د پاکستان نه د لکهاوو افغان کډوالو د اېستلو مسئلې ته هم اشاره کړې او هغه یې د افغانانو په ضد د پاکستان "جابرانه ډېپلوماسي" بللې ده.

خلیلزاد په داسې وخت کې نوی بیان ورکړی چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې په حکومتي قواوو باندې د سختدریځه ډلو خونړۍ حملې زیاتې شوې دي.

همدا درې ورځې وړاندې، د ټانک سره په پوله پرتې ډېره اسماعيل خان ضلعه کې په يوه پوځي پوسته ځانمرګی بريد وشو چې ۲۳ پاکستاني پوځيان په کې ووژل شو.

پاکستان کې په حکومتي ځواکونو باندې د سختدریځه ډلو حملې زیاتې شوي او دې سره اسلام آباد د ملامتۍ ګوته طالبانو ته نیسي چې ګني په افغانستان کې یې ټي ټي پي ډلې ته ځای ورکړی دی.

طالبانو څو څو ځله ویلي دي چې دا حملې د پاکستان د داخلي امن مسئله ده او په افغانستان پورې اړه نلري. طالبان دا هم وایي چې دوی نه پرېږدي د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف استعمال شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG