لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په سیستان بلوچستان کې 11 پولیس وژل شوي، جیش العدل یې ذمه واري منلې


له پاکستان سره پولې ته څېرمه د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د پولیسو پر تاڼه وسلوال برید شوی دی چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه 11 پولیس عسکر پکې وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې برید تېره شپه شوی او دعوه یې کړې چې جوابي‌ ډزو کې هم د جیش العدل ډلې یو شمېر بریدګر وژل شوي دي خو کره شمېر یې نه دی ښوولی.

د سیستان بلوچستان د ګورنر مرستیال علي رضا مرحمتي د ایران سرکاري ټیلیویژن ته ویلي: "په رسک ښارګوټي کې د پولیسو پر مرکز د ترهګرۍ په برید کې 11 پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي."

د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجید میر احمدي د ایران سرکاري ټیلیویژن ته ویلي، امنیتي ځواکونو یو بریدګر ژوندی نیولی دی ځکه چې وایي‌ امنیتي ځواکونو یې ټوله سیمه سمدستي محاصره کړې وه او هغوی تر پولې په اوښتلو کې ناکامه شوي وو.

د ایران سرکاري ایرنا خبري ایجنسۍ د مرحمتي له خولې ویلي، "له برید سره مخ د پولیس تاڼې افسرانو په زړورتیا د ځان دفاع وکړه، یو شمېر بریدګر یې ټپیان کړي او وژلي دي."

جیش العدل سني وسلوالې ډلې په ټیلیګرام کې د خپل چېنل له لارې په یو لنډ بیان کې ددغه برید ذمه واري‌ منلې ده.

ایران له کلونو راهیسې تور پورې کوي چې جیش العدل وسلواله ډله د پاکستان په بلوچستان صوبه کې فعالیت کوي او په وار وار یې له پاکستانه غوښتي چې د دې ډلې خلاف اقدامات وکړي خو پاکستان پر خپله خاوره د دې ډلې د فعالیت دعوې رد کړې دي.

سیستان بلوچستان د ایران د نورو صوبو په نسبت یوه وروسته پاته صوبه ده چې اوسېدونکي یې اکثر سُني مسلمانان او په خټه بلوڅان دي. دا په دغه سیمه کې په وروستیو کلونو کې دا تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

دغه ډله چې په 2012م کال کې جوړه شوې ده چې ایران د "ترهګرې ډلې" په توګه په تور فهرست کې شامله کړې ده.

د زاهدان پراسیکیوټر یا څارنوال مهدي شمس آبادي ایرنا خبري ایجنسۍ ته ویلي، په پېښه کې اوه پولیس افسران ټپیان شوي دي‌ چې وایي د ځینو ټپونه ژور دي‌ او حالت یې مرګونی دی.

د سیستان بلوچستان د پولیسو مشر تر برید وروسته د پېښې ځای ته ورغلی او وایي حالت اوس په کنټرول کې دی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ایران ایسنا خبري ایجنسۍ د یو هیلیکاپټر ویډیو خپره کړې ده چې وایي پکې لیدل کېږي د ایران او پاکستان تر منځ په غرنۍ سیمه کې د مشکوکو بریدګرو لټون کوي.

په سیستان بلوچستان صوبه کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شوي دي چې همدې جیش العدل وسلوالې ډلې یې ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.

د روان کال په جولای کې هم څلور پولیس د ګزمې پر مهال وژل شوي وو. تر هغه دوې اوونۍ وړاندې په یو بل برید کې دوه پولیس او په جوابي ډزو کې څلور بریدګر وژل شوي وو، چې جیش العدل یې ذمه واري منلې وه.

جیش العدل په 2019م کال کې پر یوه بس باندې د هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې یې د ایران د سپاه پاسداران 27 پوځیان وژلي وو.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG