لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين د نفوذ ختمولو په هڅه کې امريکا په افريقا کې سرمايه کاري کوي


امريکا د افريقايي هېوادونو سره د سلګونو په شمار کې کاروباري پرېکړې کړي چې ماليت يې 14.2 بيلين ډالر ته رسېږي. واشنګټن د تېر کال راهسې په دې کوښښ کې دی چې څنګه په افريقايي غټه وچه کې د چين زياتېدونکی اثر رسوخ ودروي.

د برېټېش رابېنسن کوارډينيټر فار دې پراسپر افريقا اينډ بزنس اينيشيټيو کوم چې د امريکا او افريقا ترمنځ د تجارت رابطه کاري کوي شمېرې وايي 547 نوې کاروباري لوظنامې ښيي چې د کال 2022 په مقابل کې سړکال 67 فيصده سېواوالی راغلی دی.

رابنسن وايي صدارتي او د ملي امنيت هڅې په دې معنا دي چې د دواړو خواو ترمنځ سټريټيجېک او اقتصادي همکاري وي چې سرمايه کاري او کاروبار دوه اړخيز وي او په دې کې نوی کول ښه برخه لرلی شي.

په ورچول ميډيا بريفېنګ کې رابنسن ويلي “د امريکا کاروباري او سرمايه کاري کونکې ټولنه په تېزۍ سره دا احاسوي چې افريقا د کاروبار د پاره څومره توانمنه منډۍ ده. دغه براعظم د ځوانې ابادۍ کور دی چې د ښه کاروبار د پاره يوه اثاثه ده چې هم روزګارونه پيدا کړي او هم شريکه سوکالي ترلاسه کړي”.

د افريقايي چارو د پاره د امريکا د ملي امنيت کونسل لوړپوړی چارواکی جوډ ډيورمېنټ وايي دا کال د امريکا د پاره د ريکارډ جوړولو کال دی چې امريکا په هغه مزل روانه ده چې په درې کاله کې د نزدې 55 بيلين ډالر سرمايه کاري کولو ژمنه پوره کړي.

ډيورمېنټ وايي “څنګ چې مونږ د کال 2023 نه وتونکي يو مونږ د مخکې نه 40 فيصده ژمنې پوره کړي. ريښتيا هم چې د دويم کال په پوره کېدو به مونږ که ډېر نه وي نو حيرانېدونکی هدف به حاصل کړی وي چې 70 فيصده برخه به سرته رسولې وي”.

ډېورمېنټ چې د ولسمشر بايډن د افريقا د پاره مهم سلاکار دی وايي افريقا يوازې په اقتصادي توګه نه بلکې په سياسي توګه مهمه ده او اوس د څه مودې نه امريکا افريقايي غږونه بدرګه کوي.

هغه وويل “ولسمشر بايډن تېر کال په افريقايي يونين غږ کړی و چې د جي ټونټي لا شل غټ اقتصادي هېوادونو د اتحاد مستقل غړيتوب دې واخلي او په سېپټمبر کې مونږ په وياړ د دې په مختګ هرکلی وکړو”.

ډېورمنټ وويل دوی اوس د ايي اېم اېف په بورډ کې سب سهارن افريقې له د دريمې څوکۍ د ورکولو په هڅو کې دي او دا بيا تکراوي چې د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې افريقا له مستقله څوکۍ د ورکولو غوښتنه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG