لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن : د امریکا د سپریم کورټ لومړۍ ښځینه قاضۍ سانډرا ډي اوکانر د جنازې مراسم ترسره شو


سانډرا ډي اوکانر د ډسمبر په اوله نیټه په 93 کلونو په عمر کې د ورپېښو ناروغیو له امله مړه شوې وه. هغې ذهني ناروغي یا ډیمنیشیا او د سالنډۍ ناروغي لرله.
سانډرا ډي اوکانر د ډسمبر په اوله نیټه په 93 کلونو په عمر کې د ورپېښو ناروغیو له امله مړه شوې وه. هغې ذهني ناروغي یا ډیمنیشیا او د سالنډۍ ناروغي لرله.

واشنګټن : د امریکا د سپریم کورټ لومړۍ ښځینه قاضۍ سانډرا ډي اوکانر د جنازې مراسم ترسره شو

د امریکا د سپریم کورټ لومړۍ ښځینه جسټس یا قاضۍ سانډرا ډي اوکانر د جنازې مراسم د نهې/سه شنبې په ورځ د واشنګټڼ ډي سي په نیشنل کېهتیډرل کې ترسره شول. د امریکا صدر جوبایډن او د امریکا د سپریم کورټ چپف جسټس جان رابرټس هم په دغه مراسمو کې ګډون وکړو.

سانډرا ډي اوکانر د ډسمبر په اوله نیټه په 93 کلونو په عمر کې د ورپېښو ناروغیو له امله مړه شوې وه. هغې ذهني ناروغي یا ډیمنیشیا او د سالنډۍ ناروغي لرله.


مېرمن اوکانر د امریکا د ازادېدو 191 کاله وروسته د سپریم کورټ لپاره لومړۍ ښځینه قاضۍ ټاکل شوې وه.

پخواني امریکایی صدر رونلډ رېګن په 1981م کال کې سانډرا ډي او کانر د امریکا سپریم کورټ کې د لومړۍ ښځینه جسټس یا قاضۍ په توګه نومولې وه ، او د امریکا سېنټ د هغې نوم منظوري د 99-0 رایو سره ورکړې وه.

اوکانر د دوو لسیزو څخه زیات وخت بعد په کال 2006م کې ریټایر (تقاعد) شوه.

صدر بایډن په خپله وینا کې د سانډرا ډي او کانر په سپریم کورټ کې د خدماتو ته په اشارې سره زیاته کړه: "څنګه هغې د فشار او څار لاندې دا ډول ځانګړتیاوې په پام کې ونیولې او د امریکا ژوند په هره برخه کې د ښځو نسلونو بااختیاره کولو کې مرسته وکړه."

د امریکا د سپریم کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس هم مېرمن اوکانر ته د عقیدت پېرزونې وړاندې کړې.

مېرمن اوکانر د 1981م نه تر 2006م پورې د سپریم کورټ د قاضۍ په توګه د ښځو د حمل او د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بش په لومړي ځل د صدر جوړېدو په اړه مهمې پرېکړې کړې وې.

هغې د قاضۍ په توګه د خپلې دندې په 25 کاله موده کې 676 فیصلې اورولې وې چې په هغوی کې 301 د سپریم کورټ اکثریتي رایې وې.

د قاضۍ په توګه د هغې اثر زیات لیدل کېږي، خصوصاً د ښځو د حمل په اړه عدالتي فیصلو کې د هغې پر قانوني سوچ ډېرې نیوکې وشوې او دا د سپریم کورټ د قاضیانو لپاره یوه لانجمنه مسئله وه.

مېرمن اوکانر د امریکې ایالتونو ته له دې انکار وکړ چې د حمل غورځولو د زیاتو پېښو د غیرقانوني کولو اجازه ورکړي.

د سپریم کورټ د 1973 فېصلې لاندې ښځو ته تر 19 هفتو پورې د حمل لرې کولو آییني حق ترلاسه وو.

یادونه : د دې خبر ځینې معلومات د اې پي نه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG