لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کولوراډو سپریم کورټ ټرمپ نوم د ایالت پرایمري ټاکنو کې د بېلېټ پېپر نه د لرې کولو امر کړی


Trump Capitol Riot
Trump Capitol Riot

د امریکا کولوراډو ایالت سپریم کورټ پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د اساسي قانون د بغاوت مادې لاندې د ایالت په پرایمري ټاکنو کې د بېلېټ پېپر نه د لرې کولو امر کړی دی. ډانلډ ټرمپ د انتخابي نظر پوښتنو یا جایزو ترمخه د 2024م کال د امریکا صدراتي ټاکنو کې د ريپیلېکن ګوند کاندیدانو کې د ټولو مخکې دی.

د کولوراډو ایالت سپریم کورټ پریکړه چې قاضیان یې ټول د ډیموکرېټک ګوند ګورنرانو لخوا ټاکل شوي د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل د اساسی قانون د 14 ترمیم د دریمې مادې لاندې صدراتي امیدوار د نا اهل ګرڅولو لپاره کارول کیږي.

د کولوراډو ایالت سپریم کورټ په خپله اکثریتي فېصله 4-3 کې ویلي "د محکمې اکثریت په دې نظر دی چې ټرمپ د اساسی قانون د 14 ترمیم د دریم مادې له مخې د صدر عهدې لپاره نااهله دی."

عدالت خپله پریکړه د جنورۍ تر څلورمې نیټې پورې ځنډولې ده، یا تر هغه چې د امریکا سپریم کورټ یا ستره محکمه د قضیې په اړه فیصله وکړي.

د ټرمپ وکیلانو ژمنه کړې چې د هر ډول نااهلیت په اړه به سمدستي د امریکا سپریم کورټ ته خواست کوي ، کوم چې د اساسي قانوني مسلو په اړه وروستۍ فیصلې ورکولو عدالتي فورم دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د اې پی نه اخستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG