لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنیت شورا غزه کې د بشر دوستانه لاسرسي قرارداد باندې رایې تر شورو ځنډولې

ټاکل شوې وه چې  دغه قرارداد چې د عرب هېوادونو په مرسته وړاندې شوې دې د ملګرو ملتونو پنځلس کسیزه شورا کې  ورباندې پرون د ګل- دوشنبې په ورځ رایې اچونه وشي خو د امریکې او اسرایل د ویټو کولو له ډاره او د زیاتو رایو د موندلو لپاره تر د نهې ورځې پورې ځنډول شوې وو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د پراخ بشردوستانه لاسرسي غوښتنې قرارداد باندې رایې اچونه تر سبا د شورو / چهار شنبې ورځې پورې ځنډولې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه قرارداد چې د عرب هېوادونو په مرسته وړاندې شوې دې د ملګرو ملتونو پنځلس کسیزه شورا کې ورباندې پرون د ګل- دوشنبې په ورځ رایې اچونه وشي خو د امریکې او اسرایل د ویټو کولو له ډاره او د زیاتو رایو د موندلو لپاره تر د نهې ورځې پورې ځنډول شوې وو.

وي او اې چې د دغه قرارداد ډرافټ متن لیدلې دې، پکې د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه " غوښتنه " شوې چې د نیغه لارو په ذریعه " د غزې په پټۍ کې د فلسطین ملکي وګړو ته په مستقیم ډول د بشري مرستو سمدستي، خوندي او بې خنډه رسولو اجازه ورکړي، او اسانتیاوې برابرې کړي ". دا قرارداد "د تشدد د بېړني ودرولو غوښتنه هم کوي" ترڅو خوندي او بې خنډه مرستې ورسیږي.

دغه قرارداد د ملګرو ملتونو د څارنې نظام ( مانيټرنګ میکانزم) ته هم اجازه ورکوي چې غزې ته د ننوتلو ډیرو نقطو له لارې د مرستې رسولو بشردوستانه نوعیت تایید کړي.

په اتم ډسمبر په امنیت شورا کې په بشر دوستانه ډزبندۍ په اړه قرارداد امریکا ویټو یا رد کړو.

د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو پرله پسې په دې خبرو ټينګار کوي، په غزه کې به د حماس واک او وسله وال توان ختموي او يرغمل کسان به راخوشي کوي.

حماس په اووم اکتوبر د اسرایل په جنوب کې حمله کړې د اسرایلي چارواکو په وينا په دغه برید کې 1200 کسان وژل شوي وو.

امریکې د اسرایل او حماس د غزې په جګړه کې د جنګ بندۍ او يرغمل شوو د خوشي کولو دپاره د يوې بلې معاهدې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د امریکې د استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر وليم برنز يورپ ته رسېدلی، د اسرايل او قطر د مشرانو سره یې ليدلي او د غزې په حالاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

د امریکې د دفاع وزیر لوېډ اسټين هم دا وخت په اسرايل کې دی، نوموړي هلته د اسرايل د پوځي چاراوکو سره په غزه کې د حماس پرضد روانې جګړې کې د شدت کمولو په حواله خبرې کړي دي.

د اووم اکتوبر وروسته پېل شوې جګړه اوس هم په زور کې ده، اسرايل په غزه بمباري او ځمکني عمليات کوي او حماس هم په اسرایلي ځواکونو بريدونه کوي.

په نړیواله کچه په اسرايل د جنګ بندۍ دپاره فشار سېوا کيږي، د اسرایل ملاتړو هېوادونو برتانیې، فرانس او جرمني هم په اسرايل ټينګار کړی پوځي عمليات دې ودروي.

په غزه کې تېره اوونۍ د سپينو بيرغونو په لاس درېو يرغماليانو د اسرایلي ځواکونو په ډزو کې د وژنې وروسته په اسرایل د جنګ بندۍ فشار سېوا کیږي او حماس سره د مذاکراتو ویل کیږي.

امریکا هم د اسرایلي ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو په زياتو وژنو اندېښنه څرګندوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز، اې پي او اې اېف نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG