لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل صدر په جګړه کې یوې بلې بشري وقفې راوستو ته تیاری ښودلی دی


د اسرایل صدر ایزک هرزوګ ویلي دي چې اسرایل په انساني بنیادونو د اضافي امداد اؤ د یرغمالیانو د راخلاصولو لپاره یوې بلې دمې یا وققې ته تیار دی.
د اسرایل صدر ایزک هرزوګ ویلي دي چې اسرایل په انساني بنیادونو د اضافي امداد اؤ د یرغمالیانو د راخلاصولو لپاره یوې بلې دمې یا وققې ته تیار دی.

د اسرایل اؤ حماس تر منځ د اسیرانو د خلاصون لپاره ډیر زر د یو بل اوربند اشارې ترلاسه شوي دي اؤ رپورټونه وایي چې په دې لړ کې د حماس مشر اسماعیل هانیه مصر ته سفر کوي.

د اسرایل صدر ایزک هرزوګ ویلي دي چې اسرایل په انساني بنیادونو د اضافي امداد اؤ د یرغمالیانو د راخلاصولو لپاره یوې بلې دمې یا وققې ته تیار دی.

هغه ویلي که په جګړه کې یوه بله وقفه رامخې ته کیږي نو ددې ټول مسولیت د حماس د مشرتابه پرغاړه دی.

په عین حال کې د اسرایل د استخباراتي شبکې موساد مشر ډيوډ برنیا د قطر د وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان اؤ د سي آی ای د ډایریکټر بل برنز سره یورپ کې د یرغمالیانو راخلاصولو لپاره په یو نوي ممکنه تړون د خبرو اترو لپاره لېدنه کړې ده.

ای ایف پي راپور ورکړی چې حماس ته یوې نزدې سرچینې ویلي چې د حماس مشر اسماعیل هنیه به د چهارشنبې په ورځ مصر ته سفر وکړي ترڅو په غزه کې د اوربند او اسراییلو سره د بندیانو په تبادله خبرې وکړي.

د سرچینې په وینا اسماعیل هانیه په قطر کې دی او مصر ته به د حماس د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سفر وکړي او هلته به د مصر د استخباراتو له مشر عباس کامل او نورو سره خبرې وکړي.

د حماس یوې سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل چې خبرې به د جګړې او تیري بندولوپه اړه وي ترڅو د بندیانو خوشې کولو او د غزې د محاصرې د پای ته رسولو لپاره یوه موافقه رامینځته شي.

په همدې حال کې د اسرایل صدر ایزک هرزوګ د نوي کال د دودیز هرکلي پر ځای د سه شنبې په ورځ د څه باندې ۸۰ هېوادونو استازو ته ښه راغلاست ووایه او د اوسني وضعیت په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل.

هغه غزې ته د اسرایل په سهولتکارۍ بشري مرستو رسولو ته پام وګرځولو اؤ وې ویل چې اسرایل د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په بدل کې په بشردوستانه ډول په جګړه کې نورې وقفې کولو ته تیار دی.

د اسرایل صدر وویل د اسرایل جګړه د فسلطیني ولس سره نه ده بلکې هغوي دخپل دښمن ترهګر تنظیم حماس سره جنګیږي.

په همدې حال کې د امریکا خبري رسنۍ اکزیوس (Axios)د قطر وزیراعظم او د امریکا د سي آی اې له مشر سره د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد د مشر د لیدنې خبر ورکړی دی.

د اسرائیلو او حماس تر منځ د بندیانو د خلاصون لپاره څو وارې د اوربند لاسلیکونه شوي او راپورونه وايي چې د حماس مشر اسماعیل هنیه مصر ته په سفر دی.

د اسراییلو ولسمشر هرزوګ ویلي چې اسراییل د بشري مرستو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د اضافي مرستو چمتووالی لري.

هغه وویل چې په جګړه کې یو بل وقفه ده، نو ټول مسوولیت یې د حماس پر رهبرۍ واچاوه.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتن یاهو د سه شنبې په ورځ وویل چې په دې وروستیو کې یې د موساد مشر دوه ځله اروپا ته لیږلی ترڅو د یرغمل شویو خوشې کولو پروسې ته وده ورکړي.

هغه د یرغمل شویو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل چې د هغوی ژغورل زموږ لومړیتوب دی.

(د دې راپور لپاره ځینې مواد د ای ایف پي څخه اخیستل شوي)

Forum

XS
SM
MD
LG