لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نجونو د پوهنتونونو د بندیز یو کال: ملګري ملتونه ګوري چې طالبان د هر عمر نجونو ته په مدرسو کې د زدکړو اجازه ورکوي


ملګري ملتونه وایي د هغو رپوټونو د تاییدولو په لټه کې ده چې ګواکې طالبان په دیني مدرسو کې د هر عمر نجونو ته د زکړو اجازه ورکوي، خو بلې خواته د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړو استازو ویلي یو کال پوره شو خو نجونې لا په پوهنتونونو کې له تعلیمه محرومه ساتل شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دسمبر په 20مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته او وروسته خبریالانو ته وویل، داسې ګنګوسې دي چې په افغانستان کې نجونې په مدرسو کې تعلیم ته پرېښوول کېږي:

"دا لا پوره نه ده څرګنده چې په مدرسه کې څه ور ښوول کېږي، ایا هلته معیاري نصاب شته، ایا نجونې عصري او ساینسي زدکړو ته پرېښوول کېږي او څومره شمېر نجونې په مدرسو کې زدکړې کوي".

مېرمن اوتنبایوا وویل نجونو او هلکانو دواړو ته په مساوي توګه په پراخه کچه د عصري تعلیم په ورکولو کې د ناکامۍ له کبله به د طالبانو د حکومت لپاره ناممکنه شي چې په خپل ځان بسیا اقتصادي ایجنډه عملي کړي.

د افغانستان په مدرسو کې په معمول ډول هلکان دیني زدکړې کوي، خو طالبانو لا دا نه ده تایید کړې چې په مدرسو کې یې دې یې د هر عمل نجونو ته هم د زدکړو اجازه ورکړې وي.

روزا اونبایوا د رپوټونو په حواله ویلي، د طالبانو د تعلیم وزارت د مدرسو د ارزونې په حال کې دی او د سرکاري مدرسو تعلیمي نصاب هم له سره ګوري، خو په افغانستان کې یې د زدکړو کیفیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري له پوهنتونونو د نجونو د منع کېدو د یو کال پوره کېدو په مناسبت له نړیوالو غوښتي، د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د "سختو تګلارو" خلاف دې ودرېږي.

رینا امیري د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپل ایکس لیکلي ‌ چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان نیمه ابادي خپلو هیلو ته له رسېدو او "ټول هېواد له اقتصادي ټیکاو" څخه محروم کړي دي:

"موږ باید د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تر څنګ کلک ودرېږو، هغوی پر موږ ږغ کوي چې [د طالبانو] د دغو تګلارو مخه ونیسو او دا په یاد ولرو چې دغه تګلارې د افغانستان د کلتور نه، بلکې د طالبانو د مفکورې زېږنده دي".

د 2021م کال په ستمبر کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې سکولونو ته له تلو منع کړې او د 2022م کال د دسمبر پر 20مه یې پوهنتونونو ته هم د نجونو ورتګ تر بل امر پورې وځنډاوه او په لکونو نجونه یې له اعلی تعلیمه محرومه کړې.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم د نجونو د پوهنتونونو د بندېدو په اړه پر خپل ایکس لیکلي، له کومو افغانانو سره چې یې خبرې کړې دي، ټول پوهېږي چې هېواد یې د راتلونکي لپاره ډاکټرانې، انجینېرانې او ښوونکې غواړي:

"د افغانستان د راتلونکي او په یوه ارامه سیمه کې زموږ د ګټې په خاطر موږ باید دا د خپلو لومړیتوبونو په سر کې وساتو چې ښځې په هره کچه تعلیم کولو ته لاسرسی ولري".

طالبانو له 2021م کال را وروسته په افغانستان کې له اعلی تعلیم سره سره پر ښځو د خپلو فرمانونو له لارې په لسګونو بندیزونه لګولي، چې له کبله یې د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګرو ملتونو، امریکا او د بشري حقونو نورو نړیوالو تنظیمونو او د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو پر ښځو د طالبانو پراخ بندیزونه پرله پسې غندلي دي او له طالبانو یې غوښتي دي چې د ښځو بنیادي‌ حقونه تر پښو لاندې نه کړي.

خو طالبان وايي "له شریعت سره سم ښځو ته حقوق" ورکوي او د نجونو په تعلیم بندیزونه یې هم دایمي‌ نه دي بلکې تر "امرِثاني پورې" دي، خو ددغو بندیزونو د لرې کولو لپاره یې کومه نېټه نه ده ټاکلې.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG