لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسېف: په سوډان کې د جګړې له پراخېدو سره ۱۵۰۰۰۰ ماشومان بې ځایه شوي دي


واشنګټن – د سوډان په جنوب ختیځ کې د جګړې له پراخېدو سره مرستندویه ډلې مجبوره شوي چې په دغې سیمه کې په لنډ مهاله توګه خپل عملیات ودروي او یونېسف اندېښنه ښودلې چې د تاوتریخوالي‌ له زیاتېدو سره په میلیونونو ماشومان له خطر سره مخ شوي.

یونېسېف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په جزیره ایالت کې یواځې تېره اونۍ لږ تر لږه ۱۵۰۰۰۰ ماشومان د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوي.

جزیره ایالت د سوډان د پلازمېنې خرطوم په جنوب ختیځ کې موقعیت لري.‌

دغه پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د چټک ملاتړ ملیشه ځواک اعلان وکړ چې دوی له پوځ څخه د الجزیرې ایالت مرکز د واد میداني ښار کنټرول ترلاسه کړی دی.

یونېسېف په یو بیان کې ویلي، چې واد مېداني په سیمه کې د سرچینو مهم مرکز بلل کېږي او په لکونو هغه ماشومان پکې وو چې د سوډان له نورو سیمو څخه د جګړو له امله ورته کډه شوي وو.

د یونېسېف اداري مشره کټرین رسل وویل، "د تاوتریخوالي دغه نوې څپه به ماشومان او کورنۍ د جګړو د کرښو ترمنځ ایسار کړي او مرګونې پایلې به ولري."

هغې زیاته کړه،‌ "د هېواد په نورو برخو کې د جګړو له تازه کېدو سره په سوډان کې په میلیونونو ماشومان یو ځل بیا له جدي ګواښ سره مخ دي."

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي هم ویلي، چې د جګړې له خپرېدو سره د دوی عملیات اغېزمن شوي او د الجزیرې په ځینو برخو کې یې خوراکي مرستې په موقتي ډول ځنډولې دي.

د ډبلیو اف پي استازی او په سوډان کې د یادې ادارې مشر ایډي روي په یو بیان کې ویلي، "د مرستندویه کارکونکو، مالونو او دفترونو خوندیتوب ډېر مهم دی او په هر ډول حالاتو کې باید باوري شي. مونږ له ټولو خواوو څخه غواړو چې د بې ګناه ملکیانو د خونديتوب لپاره دې د نړیوال بشري قانون لاندې پر خپلو مسولیتونو باندې عمل وکړي."

د دې راپور ځینې برخې د اسوشیېټېډ پریس او فرانس پریس څخه اخېستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG