لاس رسیدونکی لینک

 
اوکراین وايي، د روس له ۳۵ څخه ۳۴ ډرون الوتکې یې غورځولې دي
تازه خبر

اوکراین وايي، د روس له ۳۵ څخه ۳۴ ډرون الوتکې یې غورځولې دي


واشنګټن – د اوکراین پوځ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې روسي ځواکونو تېره شپه په ۳۵ ډرنونونو باندې په ګڼو سیمو باندې بریدونه کړي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، ددغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو له یوه پرته نور ټول ډرونونه غورځولي دي.

دوی ویلي، چې د روسانو دغه ډرونونه په کیېف، دېنېپروپیتروسک، خرسان، مېکایلېو، چرنیېف او نورو سیمو باندې ګرځېدل.

تر اوسه پورې له دغو پېښو سره په تړاو د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

خو د دینېپروپېتروسک سیمې په یو جنوبي ښار نېکوپول کې چارواکي وايي، د روسانو په راکټي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.‌

د سیمې والي سرهېو لېسک په ټولنیزو رسنیو ویلي، چې یو بل ۸۶ کلن سړی روغتون ته رسول شوی دی.

لېسک وايي، د روسانو په توغندیزو بریدونو کې ګڼ کورونه او د فارمونو ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د دې راپور ځینې برخې د فرانس پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG