لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د لاريون ګډون والو نيول شوو ښځو او ماشومانو خوشي کولو حکم کړی


اسلام اباد هايکورټ حکم کړی، د اسلام اباد پوليسو چې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د لاريون کومې ګډون والې ښځې او ماشومان نیولي هغه دې خوشي کړي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، نن د جمعې په ورځ د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق د بلوڅ مظاهرينو د نيولو او احتجاج د مخنيوي ضد خواست باندې اورېدنه کړې ده.

ویل شوي، عدالت د اسلام اباد پوليس مشر (آی جي) اکبر ناصر خان ته د نيول شوو کسانو په حواله په ليکلې بڼه د ځواب جمع کولو لارښوونه کړې ده.

پوليس افسر عدالت ته د زیارت/پنجشنبې په شپه د لاريون کوونکو د پېښې په باب عدالت ته بيان ورکړی دی.

د پاکستان د نګران حکومتي وزیرانو تېر د زيارت/پنجشنبې په ماښام په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د بلوچستان څخه اسلام اباد ته ورغلي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د لاريون نيول شوي پېژندل شوي ټول غړي خوشي کړل شوي او د چا پېژندګلو چې نه ده شوې هغه بندي دي، پلټنې یې کولی شي.

خو د خوشي کولو وروسته په ټولنیزو رسنیو داسې ويډیوګانې خپرې شوې او ویل شوي چې د خوشي کېدو وروسته د لاريون ګډون والې ښځې په بسونو کې کښېنول کېدې او بيرته بلوچستان ته لېږل کېدې.

جسټس عامر فاروق ويلي، سهار داسې ویل شوي چې ښځې په زوره بيرته بلوچستان ته لېږل کېدې خو د اسلام اباد پوليسو مشر ویلي چا چې واپس تلل غوښته د هغو دپاره د بس انتظام شوی وو.

نوموړي عدالت ته ويلي، چې ښځې په (آی ټين) اسلام اباد کې موجودې دي او جج بيا پوښتنه کړې چې هلته ولې دي؟ هغوی چې چرته تلل غواړي تللی شي او پرامنه احتجاج د هغو حق دی.

د خبر ترمخه آی جي اسلام اباد عدالت ته ویلي تېر ماښام 52 کسان نیول شوي او د ټولو نيول شوو شمېره 216 وه.

بيا چیف جسټس ويلي، په ليکلې بڼه دې وویل شي چې کومې ښځې نيول شوي، د ښځو په پوليس سټېشن کې څومره ښځې دي او به نیول شوو کې څومره خوشې کړی شوي دي.

جرنلسټ حامد مير هم عدالت ته وړاندې شوی او ويلي یې دي مرکزي نګران وزیرانو په خبري غونډه کې ويلي چې ټولې ښځې خوشې کړل شوي خو هغه چې بيا په خپله د ښځو پوليس سټېشن ته تللی هلته ښځې او ماشومانې موجودې وې.

عدالت اورېدنه د راتلونکې اوونۍ پورې ځنډولې ده.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ لاريون چې ښځې او سړي یې ګډون وال وو، لاريون د شورو/ چارشنبې په ماسخوتن اسلام اباد ته رسېدلی، د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د نه پرېښودو وروسته د شپې ناوخته بيا د لاريون په ګډون والو اوبه شيندل شوې او د دوی په وينا پوليسو دوی په ډنډو وهلي او نيولي یې وو.

تېر ماښام ناوخته بيا د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي، د نجکارۍ وزير فواد حسن فواد او جمال شاه د لاريون د ګډون والو د نيولو او خوشي کولو په حواله خبري کانفرنس کړی وو.

دوی ویلي وو، "ټولې نيول شوې ښځې او نور کسان چې پېژندګلو یې شوې خوشي کړل شوی او د چا پېژندګلو چې نه ده شوې هغه بندي دي (نن د جمعې په ورځ به) یې عدالت ته رپورټ وړاندې کولی شي".

د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي ويلي وو، "وزيراعظم د مظاهرينو سره خبرو دپاره کميټي جوړه کړې، دوی د مظاهرينو سره ليدلي، کمېټۍ د ښځو او ماشومانو په سمدستي ډول خوشي کولو دپاره اقدامات کړي او د هغوی د مسلو په حواله به خپلې سپارښتنې وزيراعظم او مرکزي کابينې ته وړاندې کوي".

د بشري حقونو یوې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل او په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي) په اسلام اباد کې د بلوڅانو د احتجاجي لاریون د مخنیوي، په هغوی باندې د تشدد کول او نیول یې غندلي او د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې وه.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سيوري لاندې د بلوچستان د تربت څخه په شپږم دسمبر د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ اسلام اباد ته لاريون روان شوی او د شورو/چارشنبې (20م دسمبر) په ماښام اسلام اباد ته رسېدلی وو.

اسلام اباد کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د غړو د نيولو پرضد د زيارت په ورځ په کوټه کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

او د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل په يوه خبري غونډه کې ویلي، د بلوچستان ګورنر ته یې ويلي چې اسلام اباد ته لاړ شي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د نیول شوو ګډون والو په خوشي کولو او بالاچ د مقدمې په حواله خبره وکړي او که خبره یې ونه منل شوه نو استعفا دې ورکړي.

(د خبر ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG