لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: په افغانستان کې مدرسه هیڅکله د سکول پر ځای د نجونو او هلکانو لپاره د منلو وړ نه ده


د بشري حقونو د څار ادارې په ګډون ګڼ شمېر افغان فعالانو هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما د مشرې پر هغه خبره غبرګون ښکاره کړی چې ویلي وو، په دې اړه پلټنه کوي چې ګواکې طالبان په دیني مدرسو کې د هر عمر نجونو ته د تعلیم اجازه ورکوي.

د هیومن رایټس واچ د ښځو د څانګې یوې مشرې هیدر بار د جمعې په ورځ ویلي، مدرسه په هیڅ صورت ورته د نجونو یا هلکانو لپاره د سکول پر ځای د منلو وړ نه ده.

هیدر بار پر ایکس لیکلي چې د افغانستان د چارو ماهرین هم بیا بیا دا خبرې کوي، خو وایي ملګري ملتونه یا یوناما دا خبره اوري که نه، چې د هر عمر نجونو ته په مدرسو کې د زدکړو د اجازې په اړه پلټنه کوي.

د هیدربار غوندې ګڼ شمېر افغان فعالانو او د تعلیم لپاره مبارزه کوونکو هم پر سوشل مېډیا په دې اړه اندېښنه ښکاره کړې چې ګواکې طالبان په افغانستان کې د مدرسې دیني تعلیم ته وده ورکوي‌ خو نجونې عصري تعلیم ته نه پرېږدي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دسمبر په 20مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته ویلي وو، داسې ګنګوسې دي چې په افغانستان کې د هر عمر نجونې په مدرسو کې تعلیم ته پرېښوول کېږي:

"دا لا پوره نه ده څرګنده چې په مدرسه کې څه ور ښوول کېږي، ایا هلته معیاري نصاب شته، ایا نجونې عصري او ساینسي زدکړو ته پرېښوول کېږي او څومره شمېر نجونې په مدرسو کې زدکړې کوي".

د روزا اوتنبایوا خبره وروسته د طالبانو حکومت هم تایید کړه. د طالبانو د تعلیم وزارت ویاند منصور احمد ویلي چې په مدرسو کې د نجونو لپاره د عمر محدودیت نه شته او د هر عمر نجونې په مدرسو کې زدکړې کولای شي.

منصور احمد اسوسیېټد پریس ته ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر 20,000 ته رسیږي چې وایي په هغوی کې 13,500 یې د وزارت تر نظارت لاندې چلېږي او پاته نورې د وزارت له کنټروله بهر فعالیت کوي.

منصور احمد دا نه دي ویلي چې اوس مهال په دغو مدرسو کې څومره نجونې او هلکان زدکړې کوي، خو وایي نجونې که په مدرسه کې زدکړې کوي باید عمر یې د مدرسې له ټولګي سره برابر وي، ځکه چې وایي په مدرسو کې هم د سکولونو غوندې کلاسونه وي او له عمر سره سم زده کوونکي‌ پکې داخله کېږي.

د طالبانو حکومت د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته په ورپسې ستمبر میاشت کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی او د تېر 2022م کال د دسمبر په 20مه یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زدکړو بندیز ولګاوه.

له دغه بندیزونو وروسته نجونو ته په مدرسو کې د زدکړو پیلول یو له څو وړلندیزونو څخه دی چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د دوام لپاره وړاندې شوی دی. د طالبانو په واکمنۍ کې دیني مدرسې زیاتې شوې دي.

په دسمبر میاشت کې د افغان مېرمنو د حالت په اړه د قطر په دوحه ښار کې په یو کانفرانس کې هم پر دې موضوع خبرې شوې وې.

خو د تعلیم د چارو کارپوهان دا وړاندیز عملي نه بولي او وايي په دیني مدرسو کې تر ډېره د دیني موضوعاتو په اړه زدکړې ورکول کیږي او ددغو مدرسو استادان د ساینسي او عصري تعلیم د تدریس وړتیا نه لري او نه هم دومره شمېر دیني استادان شته چې په مدرسو کې نجونو ته عصري علوم وښیي.

څه موده دمخه د طالبانو د حکومت د تعلیم وزیر سید حبیب الله اغا ویلي وو چې پلان لري د افغانستان په هره ولسوالۍ کې لس نوې دیني مدرسې جوړې کړي.

په افغانستان کې په تېر حکومت کې له پوهنې وزارت سره شاوخوا 1300 دیني مدرسې رجسټر شوې وې، خو په همدومره شمېر نورو مدرسو د تعلیم وزارت سره له رجسټر کېدو پرته فعالیت کاوه.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG