د اېټمي انرجۍ نړیواله اداره وایي ایران یورېنیمو ته د ودې ورکولو کار په هغه کچه بیا پیل کړی په کومه اندازه یې چې د دې کال په پیل کې شروع کړی وو.
خو ایران سره له دې چې خپل جوهري پروګرام یې تېز کړی دی له دې خبرې انکار کوي چې ګواکې اېټمي بم جوړوي.
د اېټمي انرجۍ نړیوالې ادارې د دسمبر په 26مه ویلي، ایران په ډېره لوړه کچه د غني شویو یورېنیمو پیداوار زیات کړی دی، چې وایي له کبله یې د 2023م کال له نیمایي څخه د پیداوار په تېره کمي کې بدلون راغلی دی.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي ایران د نومبر له وروستیو د خپلو 60 فیصده غني شویو یورېنیمو پیداوار په میاشت کې نهه کیلوګرامه (20 پاونډه) زیات کړی دی، وایي په جون کې دا کچه یواځې درې کیلوګرامه وه:
"د اېټمي انرجۍ نړیوالې ادارې پلټونکو د دسمبر په 19مه او 24مه په هغو دوو تاسیساتو کې په همدې اندازه د یورېنیمو غني کول تصدیق کړل چې ایران پکې خپل دغه فعالیتونه کوي".
د رپوټونو له مخې یورېنیم چې 90 فیصده غني شي، د اېټمي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېدی شي خو د جوهري بجلۍ د مرکزونو لپاره یواځې 3.67 فیصده غني شويو یورېنیمو ته اړتیا ده.
فرانس پریس خبري ایجنسۍ وایي داسې ښکاري ایران له دې کبله خپلو یورېنیمو ته د ودې ورکولو کار ورو کړی وو چې له امریکې سره د اېټمي تړون په هکله یې غیررسمي خبرې بیا پیل کړې وې.
خو په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او تهران دښمنۍ بیا ځکه زور اخیستی دی چې دواړه یو پر بل تور پورې کوي چې د حماس او اسرایل تر منځ د جګړې پراخېدل غواړي.
اې ایف پي وایي په نومبر کې یې د ای اې اي اې یو پټ رپوټ لیدلی، چې پکې ویل شوي د ایران د غني شویو یورېنیمو ذخیره تر هغې اندازې 22 چنده زیاته ده، چې د 2015م په تړون کې اجازه ورکړل شوې وه.
ایران په 2015م کال کې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لرې کېدو په بدل کې د امریکا په ګډون د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره په اېټمي تړون کې ژمنه کړې وه، یورېنیم به تر هغې کچې نه غني کوي چې د اېټمي وسلو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کېدی شي.
خو د امریکا مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په 2018م کال کې په یو اړخیزه توګه خپل هیواد له دې تړونه وایست او پر ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه بیا له سره ولګول.
په دې تړون کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یواځې تر 3.67 فیصدو پورې یورېنیمو ته وده ورکړي، خو له تړونه د امریکا تر وتلو وروسته ویل کیږي ایران د یورېنیمو د غني کولو کچه تر 60 فیصدو پورته کړې ده.
د امریکا اوسني صدر جو بایډن بیا هڅه کړې چې بیرته دې تړون ته ور وګرزي او په دې اړه یې په ویانا کې خبرې هم پیل کړې وې خو دا خبرې د 2022م کال له اوړي راهیسې بیا ځنډېدلې دي.
د اېټمي انرجۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په اکتوبر کې پر نړیوالې ټولنې ږغ کړی وو چې له ایران سره په خبرو کې دې د هغې ناکامۍ مخه ونیسي چې له شمالي کوریا سره شوې وه او اوس دا هیواد اېټمي وسلې لري.
که څه هم ایران تل ویلي اېټومي پروګرام یې یواځې د سوله ییزو مقصدونو لپاره دی خو نړیواله ټولنه اندېښنه لري چې په لوړه کچه یورېنیمو ته وده ورکول ښکاره کوي چې دا هیواد د ېټمي وسلو جوړولو نیت لري.
یادونه:- د رپوټ معلومات له فرانس پریس خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum