لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون پوځ ته امر کړی چې د جګړې لپاره تیاری دې چټک کړي


واشنګټن - د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون خپل پوځ، د وسلو صنعت او د اټومي وسلو برخې ته امر کړی چې د جګړې لپاره دې تیاری چټک کړي چې د هغه په وینا د امریکا لخوا د بې ساري اختلافي خوځښتونو مخه ونیسي.

دغه خبر د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی.

د کوریین سنټرل نیوز ایجنسۍ یا KCNA خبر ورکړی چې کېم د شمالي‌ کوریا د واکمن ګوند یوې مهمې غونډې ته د راتلونکي کال د سیاسي لوري په اړه خبرو کې همدارنګه ویلي، چې پیانګ یانګ به له "امپریالیزم ضد خپلواکو" هېوادونو سره سټراټیژیکه همکاري زیاته کړي.

شمالی کوریا له روس سره اړیکې پراخوي او واشنګټن پیانګ یانګ په دې تورنوي چې د اوکراین په جګړه کې له ماسکو سره د پوځي وسایلو مرسته کوي او په بدل کې یې روس له شمالي کوریا سره د هغوی د اټومي وړتیاوو د زیاتولو په برخه کې تکتیکي مرسته کوي.

راپور وايي، کېم همدارنګه په دغې غونډه کې د راتلونکې کال لپاره اقتصادي اهداف هم مخې ته ايښي او دا یې د دغه هېواد لپاره د پنځه کلن پراختیايي پلان د بشپړېدو په برخه کې یو "پرېکړنده کال" بللی.

هغه د نوي کال لپاره مهم کارونه ښکاره کړل چې په مهمو صنعتي سکټورونو کې به دوامداره توګه مخې ته وړل کېږي.‌ کېم همدارنګه "په لوړه کچه د کرنیز تولید د با ثباته کولو" غوښتنه وکړه.

شمالي کوریا په دې وروستیو کلونو کې د خوراکي توکو له جدي کموالي سره مخ و چې په هغې کې د طبعي پېښو له امله د ۱۹۹۰ لسیزې ولږه هم شامله ده.

نړیوالو پوهانو خبرداری ورکړی چې د کوېډ ۱۹ د وبا له امله د پولو له تړلو سره د غذايي خوندیتوب مسله نوره هم خرابه شوې ده.

د شمالي کوریا غلې دانې تر هغې وروسته تر ۲۰۲۳ کاله پورې، کال په کال ښه شوي چې دلیل یې غوره موسمي حالات یاد شوي خو د سوېل یو چارواکي ویلي، دا اوس هم د دغه هېواد د خوراکي توکو د دایمي کموالي لپاره کافي نه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG