د امریکې د صدر جوبایډن انتظامیې د صدارتي واک په بنیاد له اوکراین سره د منظور شویو پوځي مرستو د ذخیرې وروستی پېکیج اعلان کړ، خو له دې وروسته نورې مرستې به د کانګرس منظورۍ ته اړتیا لري.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې دغه تازه پوځي مرسته د 250 میلینه امریکایي ډالرو ارزښت لري چې وایي دا "د کال وروستی پېکیج دی".
د بلینکن په وینا په دې پېکیج کې د فضایي دفاع ګوله بارود، د ګرځنده راکټ سیسټمونو ایچ ای ایم اې آر ایس لپاره اضافي ګوله بارود، د 155 ایم ایم او 105 ایم ایم توپخانې ګوله بارود او د بکتربند ضد ګوله بارود شامل دي:
"د اوکرایني شریکانو د ملاتړ لپاره زموږ مرسته ډېره مهم ده ځکه چې دوی د روس د یرغل خلاف د خپل هېواد او خپلې ازادۍ دفاع کوي".
په بیان کې راغلي د ریپبلکن ګوند اکثریت لرونکی کانګس چې د اوکراین د ملاتړ په برخه کې کوم د نظر اختلاف لري، باید له اوکراین سره د نویو مرستو د منظورۍ لپاره بې ځنډه اقدام وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دسمبر په 18مه ویلي وو، صدر جوبایډن به په دسمبر کې له اوکراین سره د پوځي مرستو یو بل پېکیج منظور کړي، خو له هغه وروسته نورې مرستې به د کانګرس منظورۍ ته اړتیا ولري چې وایي په اوس وخت کې د دغسې یوه اتفاق امکان نه ښکاري.
سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ که کانګرس ژر لاس په کار نه شي د دې کال تر پایه به اوکراین ته د مرستو رسولو سرچینې وچې شي.
صدر جوبایډن په ټینګار سره ویلي، که اوکراین ته د امریکا مرستې برابرې نه شي، کیف به د خپلو هغو سیمو د بیرته نیولو توان ونه لري چې روس د 2022م کال له فرورۍ راهیسې لاندې کړي دي.
د سېنټ په غونډه کې د ریپبلکن ګوند سنېټرانو د روانې دسمبر میاشتې پر شپږمه د صدر بایډن د حکومت د 106 ارب ډالرو غوښتنه رد کړه چې له اوکراین او اسرایل سره پوځي مرستې هم پکې شاملې دي. صدر بایډن د اوکراین لپاره د 61 ارب ډالرو مرستې وړاندیز کړی وو.
د ریپبلکن ګوند غړي وايي د مسودې په اړه د دوی منفي رایې د امریکې په جنوبي سرحد کې د مهاجرت د کنټرول او په دې اړه د لا سختې تګلارې د عملي کولو لپاره مهمې وې.
دوی ټینګار کوي چې د امریکې او مېکسیکو ترمنځ د پولې د امنیت ټینګښت باید د اوکراین او اسرايل لپاره د مرستې د پېکیج برخه وي.
د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرماک د دې مرستې هرکلی کړی او پر خپل ایکس پاڼه یې لیکلي، "ستاسو د مرستې مننه کوو. موږ به بریالي کیږو."
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د دسمبر په پیل کې واشنګټن ته راغلی وو چې د خپل هېواد د اړتیاوو په اړه د کانګرس له غړو سره خبرې وکړي. د سېنټ مشرانو له زلنسکي سره تر لیدو وروسته ویلي وو، په خبرو کې "پرمختګ" شوی خو "چېلنج کوونکې مسلې لا پاته دي."
د اوکراین پوځ وایي د چارشنبې- شورو په شپه روس بیا د 46 ډرون الوتکو په وسیله پرله پسې پر اوکراین برید کړی، خو وایي د دوی دفاع 32 ډرون تباه کړل او پاته نور د جګړې د لومړۍ کرښې په سیمو په ځانګړې توګه خرسون سیمه کې ولګېدل.
Forum