لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طاهر اشرفي: پوليو ويکسينو کې غېر شرعي او تاواني څيز نشته استعمال یې جايز دی


د پاکستان د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ ځانګړي استازي او پاکستان علما کونسل مشر طاهر اشرفي ويلي، علما دې په قامي مسلو کې خپل رول ولوبوي، "علما د پوليو د مخنيوي په حواله متفق دي، پوليو ويکسينو کې هيڅ غېر شرعي او تاواني څيز نشته او کارول یې جايز دي".

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ، طاهر اشرفي او د صحت نګران وزیر نديم جان د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پوليو د خاتمې په حواله د علماو غونډې ته ويناګانې کړي دي.

انوار الحق کاکړ په علماو ټينګار کړی، علما دې د پوليو د خاتمې د مقصد په ترلاسه کولو کې په خلکو کې د پوليو د مخنيوي په حواله پوهاوی خور کړي.

هغ ويلي، "بدقسمتي ده چې د پوليو څاڅکي ورکول غېر شرعي ګرځول کيږي، علما دې د دې پرضد ودريږي، بې تحقيقه دې د پوليو ضد څاڅکو په حواله دروغ ونه ویل شي، علما دې د داسې خلکو حساب وکړي".

نوموړي د پوليو مخنيوي په لړ کې د مرستو دپاره د ملګرو ملتونو د پروګرام، بل ګېټس او نړيوالو ادارو مننه کړې ده.

د صحت وزير نديم جان ويلي، د پوليو د مخنيوي په لړ کې د علماو کردار مهم دی.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي په لړ کې د علماو غونډه په داسې وخت کې شوې چې د صحت نړيوال پروګرام پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس خطرې په ګوته کړي دي.

د صحت نړیوالې ادارې يوه اوونۍ وړاندې (په 22م دسمبر) يو بيان کې ويلي وو، پاکستان کې "سياسي بې ثباتي يا ګډوډی، په ځینو سيمو کې ناامني، د کار کوونکو سره د پوليسو د ګرځېدو ضرورت، د پوليو ويکسينو يا څاڅکو نه بايکاټ او په ځينو ځايونو کې یې په بدل کې نورې غوښتنې کيږي".

د دې ترڅنګ ویل شوي، پاکستان کې د پوليو د مخنيوي يا څاڅکو ورکولو"پروګرام کې اوس هم په په ګڼ شمېر کې ماشومان د دې نه محرومه پاتې کيږي".

د صحت نړیوالې ادارې زياته کړې، د پاکستان نه افغانستان ته په لويه کچه د خلکو ستنولو په افغانستان کې بشري چېلنجونه نور سېوا کړي دي.

په نړۍ کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو12 پېښې مخې ته راغلي او دا ټولې پېښې په پاکستان او افغانستان کې معلومې شوي دي.

د صحت د نړيوال پروګرام ترمخه شپږ پېښې په پاکستان او شپږ په افغانستان کې رپورټ شوي دي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې درې پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو او يوه په اورکزو کې رپورټ شوې ده. او دوه پېښې په کراچۍ کې معلومې شوي دي.

د صحت نړيوالې ادارې ویلي، په افغانستان کې د اګست د میاشتې نه وروسته د پوليو پېښه مخې ته نه ده راغلې خو دغه وايرس د پاکستان په لګېدلې پوله پرتې صوبې ننګرهار پورې رسېدلې او سږ کال په افغانستان کې د پوليو شپږ پېښې رپورټ شوي او شږ واړه په ننګرهار کې مخې ته راغلي دي.

د صحت نړيوالې ادارې د اګست په مياشت کې ورکړی بيان بيا تکرار کړی چې "په افغانستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته جټکه لګېدل پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته خطره سېوا کوي ځکه چې د ابادۍ زيات تګ راتګ کيږي".

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG