لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران څلور نور کسان له اسرایلي استخباراتو سره د اړیکو په تور په دار کړي


د ایران له عدلیې سره تړلې میزان خبري ایجنسۍ وایي تهران د جمعې په ورځ د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان د اسرایلو له استخباراتي ادارې موساد سره د اړیکو په تور په دار ځړولي کړي دي.

دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی چې ایراني وګړي زېندۍ کېږي. د دسمبر په 16مه هم د ایران په سویل ختیځ سیستان بلوچستان صوبه کې د زاهدان په زندان کې د اسرایل د جاسوسۍ په تور یو تېزندي کړل شوی وو.

میزان خبري ایجنسۍ د جمعې په ورځ لیکلي، پر دغو کسانو د موساد د افسرانو په لارښوونه د ایران د امنیت پر ضد د پراخو اقداماتو تر سره کولو تورونه دي. میزان لیکلي:

"د صیهونیسټ رژيم [اسرایل] اړوند د تخریبي ډلې څلور غړي د جمعې په سهار د ایران په شمال لوېدیځ کې په لوېدیځ آذربایجان ولایت کې تېزندي شول".

په دار شوي کسان درې نارینه او یوه ښځه ښودل شوي چې د خبري ایجنسۍ په وینا له "صهیونیست رژیم سره د همکارۍ له لارې...د خدای په وړاندې د جګړې او پر مځکه د فساد په خپرولو" تورن شوي دي.

د ایران نیمه سرکاري خبري ایجنسۍ تسنیم وایي، په دار شوي څلور کسان د وفا حناره، ارام عمري او رحمان پرازو او یوې ښځې نسیم نمازي په نومونو پیژندل شوي دي.

تسنیم وایي‌ دغه څلور کسان په هغه مقدمه کې اصلي مجرمین وو چې 10 کسان پکې ښکېل او تورن شوي وو، خو دا په سمدستي توګه معلومه نه ده چې پاتې شپږ کسان به هم په دار شي که نه.

د سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا شاوخوا اته منټه اوږده وېډیو خپره کړې چې پکې ښودل شوي دغه په دار شوي سړي په ترکیه کې د موساد له یوه افسر سره د دوی د همکارۍ دعوه کوي.

ایران اسرایل په رسمیت نه پېژني او دواړه هیوادونه له کلونو راهیسې په خپلو کې دښمني پالي.

ایران د 2022م کال په دسمبر کې هم د اسرایل له استخباراتي ادارې موساد سره د همکارۍ په تور څلور نور کسان په دار کړي وو.

ایران پر اسرایل تور پورې کوي چې د تهران اېټمي پروګرام یې هدف ګرځولی او پر ضد یې د تخریبي بریدونو او وژنو څپې تر سره کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلو د معلوماتو په بنیاد ایران هر کال له چین پرته د بل هر هیواد په نسبت ډیر خلک تېزندي کوي.

د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اسرایل وویل چې د ایراني جاسوسانو یوه کړۍ یې ختم کړې ده چې وایي د فیسبوک له لارې یې اسرایلي ښځې د حساسو ځایونو د عکسونو په اخیستلو ګومارلې وې.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG