لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ د پينځو "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلع کې یې د "ترهګرو" د موجودګۍ په اطلاع عمليات کړي دي.

پوځ نن په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي، عمليات د ميرعلي په علاقه کې شوي دي.

د پوځي بيان ترمخه، د ترهګرو سره نښته شوې او د يو "ترهګر کمانډر راهزېب (خوړي) په ګډون پينځه ترهګر وژل شوي دي".

پوځي بيان کې زیاته کړی شوې، وژل شوي "ترهګر د امنیتي ځواکونو ضد ترهګرو عملیاتو او ملکي خلکو په وژنه کې ککړ وو"، او د ولقې نه د وسلې ترلاسه کولو دعوه کړې ده.

د پاکستان د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.

په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي. دغلته په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.

د روانې میاشتې په 15مه نېټه په جنوبي ضلعه ټانک کې په پوليس لاین وسله وال برید شوی، يو پوليس افسر (سب انسپکټر) او سپاهي په کې وژل شوي او بل سپاهي په کې ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې د ټانک سره په پوله پرتې ډېره اسماعيل خان ضلعه کې په 12م دسمبر په يوه پوځي پوسته ځانمرګی بريد شوی، 23 پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي وو. د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پاکستاني چارواکي بيا بيا دعوه کوي، "د خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ د خاتمې پورې به زمونږ جګړه روانه وي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG