لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیې بیا له داعش ډلې سره د تړاو په تور په دوو ورځو کې 221 کسان نیولي‌ دي


د ترکیې امنیتي ځواکونو د استخباراتي ادارو په مرسته په هېواد کې د وسلوالو خلاف عملیات روان ساتلي او وایي تازه یې بیا په ګڼ شمېر ولایتونو کې له داعش ډلې سره د تړاو په تور 189 تنه نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یریلیکایا د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې پولیسو یې د "هیروز38" په نوم د استنبول او نقرې په ګډون په 37 ښارونو کې په یوه وخت عملیات کړي دي:

"زه غواړم زموږ ګران ملت پوه شي، د خپل هېواد د امن، یووالي او پیوستون لپاره به هېڅ ډول ترهګر ونه زغمو. موږ به د خپل ولس په دعاګانو او د خپلو امنیتي ځواکونو په قربانیو خپله مبارزه روانه ساتو".

ښاغلی یریلیکایا وایي دا عملیات یې د ترکیې د امنیت د عمومي ادارې، د ترهګرۍ ضد ادارې او د استخباراتو د ادارې په همکارۍ کړي دي.

د انادولو خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ترکیې امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ هم د "هیروز37" په نوم عملیاتو کې له داعش سره د تړاو په شک 32 کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزیر علي یریلیکایا د دسمبر پر 29مه په یو جلا پوسټ کې ویلي وو، پر دغو نیول شویو کسانو تور دی چې په کلیساګانو او نورو عبادتځایونو یې د بریدونو پلانونه جوړول.

یوې سرچینې د جمعې په ورځ فرانس پرس خبري ایجنسۍ ته ویلي، د ترکیې استخباراتي سازمان او پولیسو د جمعې په سهار د استانبول او پلازمینې انقرې په ګډون په نهو ښارونو کې د داعش ډلې پر ضد د لټون عملیات کړي دي.

انادولو خبري ایجنسۍ د ترکیې د ملي‌ استخباراتي ادارې په حواله ویلي، په عملیاتو کې درې تنه نیول شوي شکمن کسان د داعش لوړ پوړي غړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې په ترکیه کې پر عبادتخانو او په انقره کې د عراق پر سفارت د بریدونو پلانونه شنډ شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چار وزیر وایي "‌د داعش ترهګرې ډلې په ترکیه کې د «سلمان فارسي کنډک یا دسته جوړه کړې وه او د بریدونو پلانونه یې جوړول خو دوی یې غړي وپېژندل او په عملیاتو کې یې ونیول.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې له داعش او نورو هغو وسلوالو ډلو سره د تړاو لرونکو په ضد عملیات زیات کړي دي چې د دې هېواد په وروستیو امنیتي‌ پېښو په تر سره کولو یا پلانولو کې د لاس لرلو شک ورباندې کېږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د دسمبر پر 22مه هم دعوه کړې وه چې پولیسو یې د "هیروز 34" په نوم عملیاتو کې د استنبول په ګډون په 32 ښارونو کې 304 تنه نیولي دي.

د ترکیې چارواکو دغه نیول شوي کسان هم له داعش سره تړلي بللي‌ وو، خو دا یې نه وو ویلي چې دا ټول نیول شوي کسان ترکان دي که د نورو هېوادونو کسان هم پکې شامل دي.

ترکیه د 2015م او 2017م کلونو تر منځ له ګڼ شمېر ترهګرو حملو سره مخ وه، چې زیات یې داعش وسلوالې ډلې ته منسوب ګڼل کېږي.

په 2017م کال کې په استنبول کې د نڅا پر یو کلب باندې په برید کې 39 کسان وژل شوي او شاوخوا 80 تنه پکې ټپیان شوي وو، د دې برید ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

تر هغه وړاندې د 2015م کال په اکتوبر کې هم په انقره کې له ټرېن سټېشنه بهر غبرګې چاودنې شوې وې چې د رپوټونو له مخې 109 تنه پکې وژل شوي او تر دوه سوه زیات کسان پکې ټپیان شوي وو. د دې برید تور هم پر داعش ډلې لګېدلی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG