لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې "پینځه ترهګر" وژلي دي


د پاکستان پوځ وایي د بلوچستان ایالت په اواران سیمه کې یې د ترهګرو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې پکې "پینځه ترهګر" وژل شوي دي.

د اتوار په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار خپل بیان کې ویلي چې دغه عملیات د اواران په ماشکي سیمه کې شوي دي چې پکې د ترهګرو یوه ځاله له مینځه وړل شوې ده اؤ د هغوي د ولکې نه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې نه ده څرګنده کړې چې عملیاتو کې د وژل شوو وسله والو تعلق د کومې ډلې یا تنظیم سره دی اؤ نه یې د هغوي نوره پېژندګلو ښکاره کړې ده خو اواران د بلوچستان هغه ناکراره ضلعه ده چې زیاتره وخت پکې بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې دعملیاتو په مهال د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته هم شوې ده.

پوځ وایي اوس د امنیتي ځواکونو لخوا په سیمه کې د پاکونې عملیات روان دي اؤ امنیتي ځواکونه د قام په مرسته بلوچستان کې د امنیت ټینګښت ثبات اؤ پرمختګ راوستو ته ژمن دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعه شمالي وزیرستان کې کې یې د "ترهګرو" پر ضد عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې د يو "ترهګر کمانډر راهزېب (خوړي) په ګډون پينځه ترهګر وژلي دي"

د پاکستان د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ناامنۍ پېښې اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونه سیوا شوي دي چې دې پېښو کې تر دې مهاله ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي دي .

پوځ هم وخت نا وخته د ترهګرو پرضد عملیاتو کې ترهګرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

پاکستاني چارواکي وایي د کله نه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي نو په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي اؤ تور لګوي چې د پاکستان پرضد د بریدونو پلانونه د افغانستان په خاوره کې جوړیږي.

د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG