لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي سره بحیره کې د حوثي یاغیانو لخوا داغل شوي د سمندري بېړې ضد میزایل یې په هوا کې تباه کړي


امريکائي پوځ د اتوار/یکشنبې په ورځ ويلي دي چې دوي هاغه دوه د سمندري بيړې ضد بيلسټک ميزايل رانسکور کړي چې په سره بحيره کې ديمني حوثي باغيانو له لوري ديو کنټينر سمندري بيړې په لوري داغل شوي وو.

د نړيوالې خبري اداې ای پي د رپورټ ترمخه امريکایي سنټرل کمانډ ويلي دي څو ساعته وروسته څلورو کشتیو هم په دغه سمندري بيړې دحملې کولو هڅه کړې ده خو امريکایي ځوناکونو پرې ډزې کړي چې له امله یې دوسله والې عملې ګڼ غړي وژل شوي دي، په سمندري بيړه کې هيچاته مرګ ژوبله نۀ ده اوښتې.

سينټ کام په يو بيان کې ويلي دسنګاپور بيرغ لرونکي د ډنمارک ملکيتي کنټينر سمندري جهاز نه اطلاع ورکړى شوې وه چې دخالي په شپه په يو ميزایل دوړاندې نه په داسې حال کې لګيدلى چې دجنوبي سور سمندر نه تيريدو او دمرستې خواست يې کړى.

سينټ کام په ټولنیزه سنۍ ايکس پخپل يو پيغام کې ويلي دسنګاپور بيرغ لرونکي دډنمارک ملکيتي کنټينر سمندري جهاز نه اطلاع ورکړى شوې چې يو میزایل په دغه سمندري جهاز لګيدلى،يو ايس ايس ګريولي او يو ايس ايس ايس لبون جهاز ته ځواب ويلى.

سينټکام ويلي دي چې د١٩م نومبر نه راپديخوا دحوثيانو له لوري په نړيوالو سمندري بيړو دا ٢٣م غيرقانوني بريد دى.

په يو بل بيان کې سينټکام ويلي همدغه سمندري بيړې داضافي پريشانۍ يو بل غږ جاري کړى کوم چې دڅلورو ايران پلوه حوثي وړو کشتیو د دوهم بريد په اړه و.

سينټ کام ويلي جهاز په مبېنه توګه په سمندر کې دسفر کولو جوګه دى او دچا دژوبل کيدو اطلاع پکې نشته.

د ډنمارک شپنګ کمپنۍ مرسک پخلی کړی چې په کنټينر شپ مرسک هانګژو سورې عملې په ۳۰م دسمبر دمينځنۍ اروپا دوخت له مخې ماښام شپږ نيمې بجې دحملې اطلاع ورکړې ده،

جهاز هاغه وخت په نښه کړی شو چې دلويديز يمن ښار الحديده نه 55 ناټيکل ميل په فاصله جنوب لويديځ کښې موجود ؤ.

مرسک ويلي په ميزايل حمله کې دجهاز عمله خوندي پاتې شوې او داور لګيدو کومه اشاره نۀ ده ترلاسه شوې.

په يمن کې حوثي مليشې په غزه کې داسرايلو دحملو په جواب کې په سور سمندر کې په بحري جهازونو حملې چټک کړې دي.

د حوثي حملو وروسته مرسک دسور سمندر نه دتيريدونکو ټولو جهازونو تګ راتګ 48 ساعتو لپاره ځنډولى دى.

سينټکام ويلي په مرسک هانګژو حمله کوونکو په وړو وسلو سره بريد کړى.

په بيان کې ويل شوي دي چې په سمندري جهاز کې امنيتي ټيم جوابي ډزې کړې دي.

په بيان کې ويل شوي دي چې ديو ايس ايس ډيوايټ ډي ايسنهاوير ايرکرافټ کيرير نه امريکايي هيلي کاپټرو او ګريولي دپريشانۍ غږ ته ځواب ويلى، په داسې حال کې چې بريدکوونکو ته زباني خبرداري جاري کړاى شو، په وړو کشتو کې ناستې عملې په هيلي کاپټرو په وړو وسلو سره ډزې پيل کړې.

سينټکام ويلي دامريکايي هيلي کاپټرو نه پخپله دفاع کې جوابي ډزې شوې دي چې له امله يې دڅلورو نه درې کشتۍ ډوبې شوي، عمله ورسره وژل شوې او څلورمه کشتۍ دسيمې نه تښتيدلې ده،

امريکايي پرسونل يا سازوسامان ته دهيڅ قسمه زيان رسيدو اطلاع نه ده ترلاسه شوې.

ايران پلوه حوثيانو په سور سمندر کې په سمندري بيړو دحملو ذمه واري منلې او وايي دغه سمندري بيړې يا خو په اسرايل پسې اړه لري او يا اسرايلي بندرونو ته مخه کوي، ددوي وينا ده مقصد يې په ٧م اکتوبر دفلسطيني تندروه ډ‌لې حماس له لوري دحملې وروسته داسرايلو لخوا دغزه په پټۍ کې د اسرايلو د روانو هوايي او ځمکنيو عملياتو خاتمه باوري کول دي.

دخالي په ورځ په مينځني ختيز کې دامريکايي بحري پوځونو لوړپوړي کمانډر ويلي په سور سمندر کې په تجارتي جهازونو ديمني حوثيانو دحملو دختميدو احتمال نه ښکاري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG