د ګل/دوشنبې ورځې په ماسپښین د جاپان لویدیځې ساحلي علاقې یوې زورورې زلزلې ولړزولې چې په نتیجه کې یې تر اوسه د مړو شویو کسانو شمېر 48 ته رسېدلی، خو ژغورونکې ډلې په نورو کسانو پسې هم پلټنه کوي.
د جاپان د موسمیاتو ادارې رپوټ ورکړی چې په جاپان سیند کې، د اېشي کاوا ساحل ته څېرمه په دې ترڅ کې د لس ځله نه زیاتې زلزلې وشوې چې تر ټولو غټه جړقه یې ۷.۶ درجې زوروره وه. د دې زلزلې په وجه د جاپان غټې جزیرې، هونشو په مغربي ساحل کې ودانیو اور واخېست او نړېدلې.
د حکومت ویاند یوشي ماسا هایاشي وویل چې د زلزلې په دې پرله پسې جړقو کې لږ ترلږه شپږ کورونو ته نقصان رسېدلی چې خلک یې په منځ کې ګېر پاته و. هغه زیاته کړې چې د اېشي کاوا ضلعې په واجيما ښار کې اورلګېدنه هم شوې او په څه باندې دېرش زره (۳۰۰۰۰) کورنیو باندې بجلۍ بنده شوې ده.
د امریکا صدر جو بایډن ویلي چې امریکا به هر ډول امداد چې د لاسه یې راځي، جاپان ته مهیا کړي.
صدر بایډن پخپل بیان کې ویلي دي: "امریکا او جاپان د نږدې اتحادیانو په حیث، د دوستۍ یو ژور تعلق ساتي چې زمونږ خلک سره متحد کوي. په دې سخت وخت کې، د جاپان خلک زمونږ په په فکرونو کې دي."
جاپاني چارواکي لګیا دي د زلزلې د زیانونو اندازه لګوي. د موسمیاتو ادارې چې د زلزلې نه سمدستي پس يې خلکو ته د تسونامي د راتلو کلک خبرداری ورکړی و، وروستو یې دا خبرداری منسوخه کړ. مګر بیا یې هم د مغربي ساحل د سیمې خلکو ته ویلي دي چې خپلو کورونو ته دې نه ستانه کیږي، ځکه لا هم دا وېره شته چې د اوبو مرګونې څپې په هغې سیمې یرغل وروړي.
د جاپان مېډیا د خلکو داسې تصویرونه خپاره کړل چې په لارو کوڅو کې منډې وهي او په یوه رهائشي محله کې د اورلګېدنې له امله لوګي پورته کیږي.
یو حکومتي ویاند ویلي چې د جاپان د جوهري انرجۍ په هغو کارخانو کې چې د زلزلې مرکز ته نږدې واقع دي، کومه بې نظمي نده لیدلی شوې.
چارواکو د زلزلې مرکز ته نږدې ځیني غټې موټور وې ګانې بندې کړي، او د ټوکیو او اېشي کاوا ترمنځ د بولېټ ټرېن یا چټک رېل تګ راتګ هم څو ګېنټې وځنډولی شو.
روسي چارواکو هم د ساخالین جزیرې کې، چې د جاپان شمال پلو پرته ده، د تسونامي خبرداری جاري کړ. د دې ترڅنګ، د شمالي او جنوبي کوریا په ځینو ساحلي سیمو کې د تسونامي خبرداری ورکړی شوی و.
Forum