لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تېر یو کال کې قریب دېرش زره کډوالو د اوبو د لارې ځانونه برطانیې ته رسولي دي


د برطانیې د سرکاري شمېرو ترمخه چې د ګل/دوشنبې په ورځ اعلانې شوې، په کال ۲۰۲۳ کې د انګلش چېنل یا رودبار انګلستان د لارې قریب دېرش زره کډوال د یورپ له غټې وچې په وړو کښتیو کې ځانونه برطانیې ته رسولي دي، چې دا د وړم کال د شمېرو په نسبت څه باندې يو په درېیمه کموالی څرګندوي.

حکومت وایي چې په تېر کال کې نهه ویشت زره څلورسوه و اووه دېرش (۲۹۴۳۷) کسان په ناقانونه توګه د اېنګلېنډ جنوب ختيځو سواحلو ته رسېدلي، او که څه هم دا د ۲۰۲۲ کال په نسبت کمه شمېره ده، مګر د ۲۰۱۸ کال راهېسي چې د دغسې کډوالو شمېرې اندراج کیږي، نو بیا هم په کلني حساب دویمه لویه شمېره ګڼل کیدلی شي.

رودبار انګلستان یا انګلش چېنل چې د برطانیې او د نور یورپي براعظم ترمنځ تېریږي، د نړۍ په کچه د کښتیو د تګ راتګ یوه مصروف ترینه لاره ده، او د دې لارې نه د کډوالو د خطرو ډک سفر، د برطانیې د قدامت پسنده حکومت دپاره یو لوی سیاسي سرخوږی ګرځېدلی دی. وزیراعظم ریشي سوناک تېر کال وعده کړې وه چې د دغو ناقانونه کډوالو د کښتیو مخه به نیسي.

دا په ۲۰۲۳ کې د ریشي سوناک یوه له پېنځو اهمو وعدو څخه وه. په برطانیه کې سږکال عام انتخابات کېدونکي دي، او هغه ملک ته د رسېدونکو ناقانونه کډوالو لویه شمېره، ممکن د سوناک کامیابي ته ګواښ پېښ کړي.

هغه تېره میاشت وویل چې د وعدې د پوره کېدو دپاره یې کومه "پخه نېټه" نده ټاکلې.

د ګل/دوشنبې په ورځ چې څه شمېرې خپرې شوې، نو په غبرګون کې یې د برطانیې د وزیراعظم دفتر دا یادونه وکړه چې په ۲۰۲۲ کال کې په بې مثاله شمېر پنځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) کډوال په وړو کښتیو کې برطانیې ته راغلي و، مګر دا شمېره په ۲۰۲۳ کې شپږ دېرش فیصده (٪۳۶) راکمه شوې ده.

د ریشي سوناک دفتر په بیان کې دا هم ویلي چې د دوی د اقداماتو په نتیجه کې، څه باندې څلورویشت زره کسان واپس کړی شوي او د کډوالو د سمګلېنګ په کېسونو کې هم دوه سوه و شپږ څلوېښت (۲۴۶) تنان ګرفتاره کړی شوي دي.

خو ناقدین په حکومت نیوکه کوي چې ګنې د کډوالو د درخواستونو په باب فیصله کولو کې تعدي کوي، او په دې پوهېږي چې ډېری کېسونه به په آخره کې د اپیل د لارې فیصله شي.

د برطانیې کنزرویټیو یا قدامت پسنده پارټۍ په دې امید وه چې د رودبار انګلستان د لارې رسېدونکي ټول غیرقانوني کډوال، بغیر د دې چې د پناه غوښتنې چانس پیدا کړي، واپس کړي او ځیني یې د افریقې په ختیځ کې روانډا ته ولېږي.

خو روانډا ته د کډوالو د لېږلو دا پلان په ټپه اودرېدلو، ځکه د برطانیې سپریم کورټ فیصله وکړه چې دا به د نړېوالو قوانینو خلاف کار وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG