لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ دعوه کړې چې شمالي وزیرستان کې یې د خودکش بمبار په ګډون "څلور ترهګر" وژلي


د پاکستان پوځ وایي، امنیتي ځواکونو د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې عملیات کړي چې په کې د خودکش بمبار په ګډون "څلور ترهګر" وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار د نهې/سه شنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ د عملیاتو پر مهال د دواړو خواؤ ترمنځ سخته نښته شوې وه.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې هغوي په امنیتي ځواکونو ګڼو بریدونو کې ککړ وؤ اؤ اوس یې هم په سیمه کې د سترې حملې پلان جوړولو.

پوځ دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې یې وسلې اؤ چاودېدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي

د تېرې میاشتې په وروستۍ ورځ (۳۱ ستمبر) پوځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ دافغانستان د پولې ترڅنګ د شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې ترهګرو دپاکستان په یوه سرحدي پوسته ډزې کړي چې پکې د عبدالروف په نوم یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

همدا شان پوځ په دغه ورځ دعوه کړې وه چې د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې یې د یوې نښتې په مهال درې هغه ترهګر وژلي چې غوښتل یې پاکستان ته ننوځي.

په ۳۰م دسمبر د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار ویلي وؤ چې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د "ترهګرو" پر ضد عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې د يو "ترهګر کمانډر راهزېب (خوړي) په ګډون پينځه ترهګر وژلي دي"

د پاکستان د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ناامنۍ پېښې اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونه سیوا شوي دي چې دې پېښو کې تر دې مهاله ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي دي .

پوځ هم وخت نا وخته د ترهګرو پرضد عملیاتو کې ترهګرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

پاکستاني چارواکي وایي د کله نه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي نو په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي اؤ تور لګوي چې د پاکستان پرضد د بریدونو پلانونه د افغانستان په خاوره کې جوړیږي.

د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG