لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د کوکنارو پیداوار راکم کړی، خو امریکا سره دا وېره ده چې زارعین به بیا د کوکنارو کرلو ته مخه کړي


د طالبانو نګران دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد (منځ کې)
د طالبانو نګران دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد (منځ کې)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دعوه کوي چې په تېر یو کال کې یې د مخدره موادو پیداوار او سمګلېنګ سره مبارزې کې یې غټې لاسته راوړنې لرلي دي.

د طالبانو نګران دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي کنفرنس ته وویل چې په تېر کال کې قریب څلور نیم زره (۴۴۷۲) ټنه مخدره مواد تباه کړی شوي، اته زره و دوه سوه و دوه اتیا (۸۲۸۲) وګړي چې د مخدره موادو په پیداوار او سمګلېنګ کې یې لاس درلود، ګرفتاره کړی شوي، او قریب څوارلس زره (۱۳۹۰۴) اېکړه ځمکه د کوکنارو د فصل نه پاکه کړی شوې ده.

مجاهد دعوه وکړه چې، " تر نهه نیوي فیصده (٪۹۹) پورې د ټولو ممنوعاتو د سمګلېنګ مخه نیولی شوې ده."

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده په اپرېل ۲۰۲۲ کې د کوکنارو په کرکیلې یا زراعت پابندي ولګوله. امریکا او ملګري ملتونو دا تصدیق کړی چې له هغه وخت راهېسي افغانستان کې د کوکنارو زرع یا کرل، په عظیمه پیمانه راکم شوي دي.

افغانستان کې د کوکنارو پیداوار دومره ډېر راکم شوی چې دا ملک نور په نړۍ کې د کوکنارو د پیداوار په لست کې اول ځای نلري، بلکې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو د ادارې (یو اېن او ډي سي) د ۲۰۲۳ کال رپوټ ترمخه، میانمر یا برما اوس په دې کې اول لمبر هېواد ګڼل کیږي.

قریب شل کاله، باوجود د دې چې غربي امداد کوونکو د منشیاتو سره د مبارزې په مقصد بلینونه ډالر مصرف کړل، مګر افغانستان بیا هم په نړۍ کې د اپينو د پیداوار اول لمبر هېواد پاته و، چې د دنیا د مخدره موادو د تور بازار څه باندې اتیا فیصده مواد له دې ځایه برامد کېدل.

د کوکنارو نه د هېروئینو په جوړولو کې کار اخېستل کیږي، کوم چې زښته قوي او روږدي کوونکې نشه يي مواد ګڼل کیږي.

غیرپایدار اقدام

د دې باوجود چې طالبانو وعده کړې چې افغانستان کې به نور په دایمي طور د مخدره موادو پیداوار ته اجازت نه ورکوي او دا ملک به د منشیاتو نه خلاصوي، مګر د کوکنارو د زرع یا کرلو بالکل ختمول لا هم د طالبانو دپاره یو ستر چلېنج پاته شوی دی.

ماهرین وایي، په کلیوالي او زراعتي سیمو کې زښته زیاته غریبي، د طالبانو په دې وعدې سیوری غوړوی، او دا خطره یې مخې ته کړې چې زارعین یو ځل بیا د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.

د امریکا په خارجه وزارت کې یو چارواکي د ایمېل د طریقه وي او اې ته لیکلي چې: "په منشیاتو باندې د طالبانو د پابندۍ د راښکاره شوي ابتدائي اثراتو باوجود، که د اپیمو زراعت پورې د تړلو څلور لکه ذریعه معاش د نقصانونو معاوضې دپاره څه پلان جوړ نشي، نو دا احتمال شته دی چې زارعین یو ځل بیا د کوکنارو کرلو ته مخه کړي."

د ملګرو ملتونو او آزادو ماهرینو د رپوټ ترمخه، طالبانو چي د کوکنارو په کرلو باندې پابندي ولګوله، نو دې اقدام افغانستان کې د غیرقانوني منشیاتو اقتصاد ته غټ نقصان ورسولو، او له دې کبله، اټکل کیږي چې د دغو منشیاتو کاروباریانو ته شاوخوا یو بلین ډالر نقصان رسېدلی دی.

د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې طالبان د کوکنارو د کروندې تباه کولو په حال کې لیدلی کیږي (مې، ۲۰۲۲)
د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې طالبان د کوکنارو د کروندې تباه کولو په حال کې لیدلی کیږي (مې، ۲۰۲۲)

د یو اېن او ډي سي د نوامبر میاشتي په رپوټ کې راغلي دي: "په ۲۰۲۳ کې، تاجرانو باندې د زارعینو د کوکنارو د خرڅلاو آمدن تر ٪۹۲ پورې راکم شو، چې دا آمدن په ۲۰۲۲ کې ۱.۳۶ بلین ډالر، او په ۲۰۲۳ کې ۱۱۰ میلین ډالره و."

داسې حال کې چې طالبان د مخدره موادو سره د مبارزې په لړ کې خپلو اهدافو ته د رسېدو کوښښ کوي، اغېزمنو شوو زارعینو ته د یو پایداره بدیل معیشت پیدا کول به ډېر اهم وي چې د غیرقابل برداشت سختیو او آن د احتمالي شخړو مخه ونیسي.

د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې یو څېړونکی، ویلیم بېرډ، وي او اې ته وویل: "د کوکنارو د پابندۍ اقتصادي اثرات تر اوسه شاید تر یوه حده پورې په دې غلي ښکاري چې د تېرو کلونو د فصلونو ذخیرې موجودې دي، مګر عام زارعین، واړه کاروباریان، او خواريکښان تر ټولو زیات رنځ ګالي، ځکه هغو سره د اپیمو ذخیرې نشته دی."

په افغانستان کې د اپیمو اقتصاد، یوه پېچلې او جنجالي مسئله پاته شوې ده. ملګري ملتونه وایي چې د دې درکه هر کال د ۱.۸ بلین نه واخله تر ۲.۷ بلین ډالرو پورې د افغانستان اقتصاد ته داخلېدلې، چې د ملک ٪۱۱-٪۶ جي ډي پي یې جوړوله.

د امریکا امداد

امریکایي چارواکو د ډېرې مودې راهیسي ویلي دي چې د مخدره موادو نړېوال بازار په خفیه توګه ټوله نړۍ کې ترهګري ته، منظم جرائمو ته، او کرپشن ته لمن وهي او ورته مالي ذرائع مهیا کوي.

د ۲۰۰۳ کال نه بیا تر ۲۰۲۱ کاله پورې چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو د یاغي ګرۍ خلاف عملیاتو کې ښکېل پاته وه، په دې موده کې یې نهه بلین ډالر په هغو پروګرامونو هم ولګول چې مقصد یې د غیرقانوني منشیاتو مخنیوی و.

پس د هغه چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک اختیار ترلاسه کړ، امریکا د افغانستان دپاره ترقیاتي مرستې اودرولې، او صرف په هغو انساني مرستو یې توجو وکړه چې د ملګرو ملتونو له طریقه سمبالیږي. په دې منځ کې د کوکنارو زارعینو ته د بدیل معیشت پروګرامونه هم ختم شول.

که څه هم اوس مهال د افغانستان او امریکا ترمنځ سفارتکاري تعلقات نشته، مګر امریکایي چارواکو داسې لارې چارې موندلي چې کله کله د افغانستان نه بهر د مخدره موادو سره د مقابلې په شان مسئلو باندې د طالبانو سره غیر رسمي خبرې اترې ولري.

د طالبانو په مشرانو او ادارو باندې د لګېدلو پابندیو له کبله، امریکا نشي کولی چې نېغ په نېغه د افغانستان د مخدره موادو ضد پروګرامونو کې دخیل واوسي.

د طالبانو اولني مشر او باني ملا محمد عمر په کال ۲۰۰۰ کې افغانستان کې د کوکنارو زرع قریب ختمولو ته نږدې کړې وه. کله چې امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې په افغانستان برید وکړ، نو د کوکنارو په دې پابندي چې ملا عمر لګولې وه، خلل راغی.

اوس د هغه زوی، ملا یعقوب مجاهد چې د طالبانو نګران دفاع وزیر دی، وایي: "له بده قسمته، هغه ملکونه او تنظیمونه چې د تریاکو او کوکنارو د زرع او سمګلېنګ د مخنیوي دپاره غټ بجټونه او ذرائع لري، د افغانانو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته نه کوي."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG