لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بوئېنګ جهاز د سوري کېدو نه پس، امریکا د یو نیم سل نه د ډېرو جهازونو فعالیت وځنډولو


د امریکا حکومتي چارواکو د خالي/شنبې په ورځ په فوري توګه پس د هغه د یو شمېر بوئېنګ ۷۳۳ مېکس۹ ډوله جهازونو فعالیت د بیا معاینې پورې معطله کړ چې د الاسکا ائیرلاین یوې مسافر وړونکې طیارې کې د پرواز په وخت، یو غټ سوری پیدا شو او طیاره یې بېړنۍ ناستې ته مجبوره کړه.

د دغو جهازونو د هر یوه د معاینې چارې د څلورو نه واخله تر اتو ګېنټو پورې وخت اخلي، او په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۷۱ طیارې اغېزمنې کیږي.

الاسکا ائیرلاین په یو بیان کې ویلي دي چې په هغه کمپنۍ کې د موجودو پنځه شپېته (۶۵) بوئینګ ۷۳۷ مېکس۹ ډوله جهازونو له جملې نه، اتلس (۱۸) جهازونه یې د خالي/شنبې په ورځ معاینه کړي او د پرواز دپاره آماده بلل شوي دي. یاد ائیرلاین ویلي چې د نورو دغه ډول جهازونو معاینات به په آینده ورځو کې مکمل شي.

د جمعې ورځې ناوخته، د الاسکا ائیرلاین یو مسافر وړونکې طیاره د امریکا د اورېګن ریاست په سر چې کله ارتفاع یې قریب پنځه زره مټرو ته ورسېده، نو دروازې سره یې یوه برخه د باد سره والوتله او لوی سوری په کې پیدا شو. پائیلټان مجبوره شول چې بېړنۍ ناسته وکړي. د پېښې په وخت کې جهاز کې یو سل او یو اویا (۱۷۱) مسافران او شپږ د جهاز عمله موجوده وه چې ټولو د اکسیجن ماسکونه په خوله کېښودل.

د پرواز نه شل مېنټه پس، طیاره بېرته د پورټلېنډ انټرنشنل ائیرپورټ ته راستنه شوه، او هېچا ته کوم اهم نقصان ونه رسېدلو.

په جهاز کې سپور یو مسافر، اېوان سمېټ، قصه کوله چې یو هلک او مور یې د طیارې هغې برخې ته نږدې ناست و چې سورۍ شوه. په دې وخت کې د هوا د فشار له امله، د هلک کمېس له هغه د وجود نه بهر شو او آسمان کې هوا یووړ.

د امریکا د ټرانسپورټ د خونديتوب قامي ادارې د خالي/شنبې په ورځ وویل چې دا پېښه به څېړي.

مېکس (MAX) د بوئینګ ۷۳۷ جهازونو په کهول کې تر ټولو نوی ډول جهاز دی چې دوه انجنونه لري او اکثره د امریکا په داخلي پروازونو کې استعمالیږي. دغه ډول طیارې په اول ځل د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې استفاده شولې.

په ۲۰۱۸ او بیا په ۲۰۱۹ کې دوه بوئینګ ۷۳۷ مېکس۸ ډوله جهازونه راوغورځېدل چې په دې دوو پېښو کې ټولټال درې سوه شپږ څلوېښت (۳۴۶) کسان مړه شول او قریب دوه کاله په ټوله دنیا کې بوئینګ مېکس۸ او مېکس۹ ډوله جهازونه اودرول شول. خو وروستو د بوئینګ کمپنۍ د آټوماټیک پرواز په سیسټم کې ځیني تبدیلات راوستل او دا جهازونه بېرته پروازونو کې شامل کړی شول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG