لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ بورډ نوې فیصله: نوین، مجیب او فضل الحق کولی شي په تجارتي لیګونو کې لوبه وکړي


له ښي اړخ نه: مجیب الرحمن، نوین الحق، او فضل الحق فاروقي
له ښي اړخ نه: مجیب الرحمن، نوین الحق، او فضل الحق فاروقي

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي/نشنل ټیم په دریو لوبغاړو – مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقی او نوین الحق – باندې د لګول شوو پابندیو فیصله کې تبدیلات راوستي دي او دوی اوس کولی شي په تجارتي لیګونو کې برخه واخلي.

تر دې وړاندې، د افغانستان کرکټ بورډ د نوموړو دریو لوبغاړو په خلاف د ډسپلېنري اېکشن اعلان کړی و او فیصله یې کې کړې وه چې دغو لوبغاړو نه د ملي ټیم مرکزي تړون اخېستل کيږي او دوی به دوه کاله دا اجازه ونلري چې په بهرنیو کمرشل لیګونو کې لوبې وکړي.

کرکټ بورډ د خپلې پرېکړې وجه دا ښودلې وه چې ګني دغو افغان لوبغاړو، د کرکټ بورډ د ادارې او د افغانستان د قامي مفاداتو خلاف، د مرکزي تړون له دستخط کولو نه انکار کړی، او دا ځکه چې دغه درې لوبغاړي په کمرشل لیګونو کې بوخت دي.

خو د ګل/دوشنبې ورځې [د جنوري ۸مې نېټې] ناوخته، د افغانستان کرکټ بورډ پخپل فېسبوک پېج باندې د یو رسمي بیان په خپرولو اعلان وکړ چې نوین الحق، فضل الحق فاروقي او مجیب الرحمن بغیر د کوم شرط نه، د اېمیل په لېږلو د کرکټ بورډ سره رابطه کړې او ژمنه یې ښودلې چې مرکزي قرارداد/تړون دستخط کړي. هغو د ځانونو په اړه پر شوې فیصلې باندې د نظرثاني غوښتنه هم کړې ده.

کرکټ بورډ ویلي، د دې دپاره د ارزونې یوه کمیټه وګومارل شوه او دغې کمیټې په یادو لوبغاړو باندې لګول شوو پابندیو کې تبدیلات راوستل چې ترمخه به یې، "ښایي دوی ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي او دغه راز به وکولی شي د ملي بوختیا او د ادارې ګټو په پام کې نیولو سره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي".

کرکټ بورډ دا ندي ویلي چې په نوین الحق، فضل الحق فاروقي او مجیب الرحمن به ټولې لګول شوې پابندۍ ختمې شي، بلکې یادونه یې کړې چې په فیصله کې د نوو تبدیلاتو ترمخه به په دغو لوبغاړو "یو لړ اصول پلې شي، ترڅو په راتلونکي کې له ورته پېښو ډډه وشي، خو دوی به وکولی شي چې مرکزي قرارداد لاسلیک کړي او محدوده شمېر سوداګریزو لیګونو کې ولوبیږي."

د کرکټ بورډ د تازه فیصلې په بنیاد، د دغو دریو لوبغاړو د تنخوا څخه به یو څه پیسې ګرځول کیږي، او په کمرشل لیګونو کې به یې هم لوبېدل محدود وي او اجازت لیکونه به اخلي.

بیان کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر، میرویس اشرف له قوله ویل شوي: "خدای دې وکړي په راتلونکي کې بیا داسې څه رامنځته نه شي چې له امله یې اداره یا لوبغاړي خوابدي شي."

دغه درې افغان کرکټ لوبغاړي سږ کال د هند په پرېميئر لیګ (آی پي اېل) کې لوبیږي. مجیب ځدراڼ د کلکته نائټ رائیډرز، نوین الحق د لکهنو سوپرجائنټس، او فضل الحق فاروقي د سنرائیزرز حیدرآباد تجارتي ټیمونو کې شامل دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG