د روس چارواکو د نهې سه شنبې په ورځ په دوو سیمو کې د اوکراین د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی ، او کرېملېن ویلي چې دوی به د روس په سرحدي ښار بلګوروډ کې د اوکراین په بمبارۍ کې د زیاتوالي له امله ګامونه پورته کوي.
د بلګوروډ سیمې مشر ویاچسلاو ګلادکوف د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي درې کسان د هغه وسلو د ملبې له امله ژویل شول کوم چې اوکراین لخوا ویشتل شوې وې، او د روس فضایي ځواکونو راغورځولې.
ګلادکوف زیاته کړه چې په ډېرو کلیو کې کورونو او موټرونه هم زیانمن شوي دي.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د روس هوايي دفاعي ځواکونو د بیلګورود په شاوخوا کې 10 هوايي اهداف راغورځولو.
دا سیمه په دې وروستیو اونیو کې د اوکراین تر بریدونو لاندې راغلې، او تېره میاشت په یوه میزایل او ډرون برید کې د پنځو ماشومانو په ګډون 25 ملکي کسان ووژل شول.
د غربي روس اوریول سیمې ځایي ګورنر اندری کلېچکوف په ټیلیګرام ویلي چې دوو اوکرایني ډرون الوتکو د سه شنبې په ورځ د اوریول په ښار کې د تیلو یو ډپو په نښه کړو چې له امله یې اور ولګېدو چې وروسته په قابو وموندل شو. د اوریول ښار د اوکراین له پولې شاوخوا 220 کیلومیټر فاصله لري.
په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د امداد په اړه غونډه
د امریکا د قامی سلامتیا چارواکو ترمخه د ګل/دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ چارواکو د ټېکنالوجۍ او د دفاعي صنعت څانګو مشرانو سره ولیدل ترڅو اوکراین ته د امریکا جدید او پرمختللي وسلې لکه ډرون الوتکې، د ماینونو د پاکولو نظام ورکړي چې د روس پرضد خپله دفاع وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوېن د نوي ټېکنالوجۍ د وړتیاو په اړه د دفاعي صنعت ماهرینو او حکومتي دچارواکو سره پنځه ساعته اوږده غونډه وکړه چې د روس بې پایلټه الوتکو د فضایی نظام معلومولو او مقابله کولو لپاره د اوکراین وړتیاوې زیاتې کړي. په داسې حال کې چې د صدر جو بایډن د 100 بلینه اضافی امداد پېکج چې د اوکراین لپاره امداد هم ورکې شامل دی په کانګرس کې د سست روۍ ښکار دی.
د جرمني چانسلر اولاف شولز د ګل/ دوشنبې په ورځ د یورپي ټولنې له هېوادونو وغوښتل چې له اوکراین سره نورې پوځي او مالي مرستې وکړي. هغه د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو نیوکه وکړه چې کییف ته یې کافي وسلې نه دي ورکړي او پر هغوی یې غږ وکړ چې لا ډېر کار وکړي.
که څه هم جرمني د جګړې په شروع کې له اوکراین سره په خپلو مرستو کې د سست روۍ نه کار اخیستې و خو اوس د وسلو او مالي مرستو یو له سترو برابرونکو څخه دی. د تېر کال په وروستیو کې جرمني موافقه وکړه چې په 2024 کال کې به د اوکراین لپاره خپلې پوځي امداد دوه چنده کړي او د 8.8 بلینه ډالرو ته ورسوي.
غربي چارواکو او څېرونکو خبرداری ورکړی و چې روس خپل کروز میزایل ذخیره کوي ترڅو په سږ ژمي کې د اوکراین دفاعي صنعت په نښه کړي د تېر ژمي خلاف چې د اوکراین زیربناوې یې په نښه کړې وې . خو تر دې دمه د روس بریدونو په مکرر ډول ملکي ځایونو په نښه شوي دي.
یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د اسوسیېټیډ پریس ، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دی.
Forum