لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امنیت شورا کې نن په سره سمندر کې د حوثي یاغیانو د بریدونو د مخنیوي په قرارداد ووټ کېږي


د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې نن د جنورۍ پر لسمه د امریکې له خوا په هغه وړاندې شوي قرارداد باندې رایې اچول کېږي چې پکې په یمن کې د مېشتو حوثي یاغیانو له خوا په سره سمندر کې پر بېړیو بریدونه غندل شوي دي.

دا قرارداد د حوثي یاغیانو د هغو اقداماتو په غبرګون کې وړاندې شوې چې د میزایلو، ډرون الوتکو او وسلوالو کښتیو په وسیله یې پر سمندري بېړیو بریدونه کوي‌ او د عرب او روم سمندرو تر منځ د اوبو په بنیادي لاره کې سمندري سفر ته خنډ پېښوي.

د قرارداد مسوده د بریدونو د سمدستي درېدولو غوښتنه کوي او پکې ویل شوي چې دا بریدونه نه یواځې د سمندر له لارې د نړیوال تجارت مخه نیسي بلکې "د سمندري بېړۍ چلولو حقونو، ازادۍ او د سیمې امن او سلامتیا ته زیان رسوي."

د حوثي یاغیانو تر بریدونو وروسته د بېړیو ډېرو باروړونکو کمپنیو په سره سمندر باندې د خپلو بېړیو له ورتلو ډډه کړې او خپلې لارې یې بدلې کړې دي، د دې پر ځای یې د افریقې د «کېپ آف ګوډ هوپ» شاوخوا اوږده لاره غوره کړې ده.

د ایران له ملاتړه ګټه اخیستونکو حوثي یاغیانو ویلي، د بریدونو مقصد یې د هغو بېړیو په نخښه کول دي چې له اسرایل سره تړاو لري، وایي دا کار یې په غزه پټۍ کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کړی دی.

د امریکې پوځ د سه شنبې- نهې په ورځ ناوخته په رپوټ کې ویلي، د سره سمندر په جنوب کې نوي بریدونه شوي، وایي 18 ډرون او درې کیښتۍ ضد میزایل هغې سیمې ته ور ویشتل شوي چې په درځنونو بېړۍ پکې فعاله وې.

د امریکې مرکزي کمانډ وایي، امریکایي او برتانوي ځواکونو ټول ډرون او میزایل ویشتلي دي او په بریدونو کې چاته هیڅ رنګه د سر زیان نه دی رسېدلی او نه پکې نور زیان اوښتی دی.

د سېنټکام په بیان کې ویل شوي دي چې د نومبر له 19مې راهیسې دا وروستی برید 26م برید دی چې حوثي یاغیانو په څه باندې یوه نیمه میاشت کې تر اوسه پورې کړي دي.

امریکې او 12 نورو ملکونو د دسمبر په 19مه په جنوبي سره سمندر کې پر تجارتي بېړیو د حوثي یاغیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د یو ګډ ځواک جوړېدو اعلان کړی وو.

دې ګډ ځواک حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړی وو، چې که په سره سمندر کې نړیوال اقتصاد، د خلکو ژوند او مهمې سمندري لارې ته د خطر پېښولو له اقداماتو لاس نه واخلي نو د نتیجو به یې خپله ذمه واره وي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د دسمبر پر 28مه د یمن حوثي یاغیانو ته له ایرانه د مالي مرستو د ورتلو په تړاو پر یو تن او درو ادارو باندې بندیزونه هم لګولي وو.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویترز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG