لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او برطانیې په یمن کې د حوثي ډلې په ضد لوی پوځي عملیات پیل کړل


امریکایي چارواکو اېسوشیټډ پرس خبري رسنۍ ته ویلي چې د امریکې او برطانیې پوځونو د زیارت/پنجشنبې په ورځ یمن کې د لسو نه زیات ځایونو باندې بمباري کړې ده، او دا د ایران د حمایت لاندې حوثیانو پورې متعلق ځایونه و. دغو څو تنو امریکایي چارواکو زیاته کړې چې په دې ستره انتقامي کاروایۍ کې جنګي جټ جهازونه او د ټوماهاک میزایل استعمال شوي کوم چې د کښتیو نه داغل کېدل. هغو زیاته کړه چې په وېشتل شوو پوځي اهدافو کې لاجسټيکي مرکزونه، د فضایي دفاع سیسټمونه، او د وسلو د ذخیرو ځایونه شامل و.

د یمن په پایتخت صنعا کې د اېسوشیټډ پرس خبریالانو په ځایي وخت، د جمعې ورځې په سهار وختي د څلورو چاودنو غږ اورېدلی، مګر د جهازونو کومه نښه یې نده لیدلې. د حدیده ښار دوه اوسېدونکي، امین علي صالح او هاني احمد وویل چې هغو د پنځو زورورو چاودنو غږ اورېدلی دی.

حدیده د بحیره احمر په غاړه پروت ښار دی، او د حوثیانو د اختیار لاندې د یمن تر ټولو ستر بندري ښار ګڼل کیږي.

د اسرایل او حماس د جګړې وروستو چې د یمن حوثیانو په بحیره احمر کې په تجارتي کښتیو حملې پیل کړې او هغو کې یې د ډرون او میزایلو هم کار واخېست، دا د هغو حملو په جواب کې د امریکا لومړنۍ پوځي کاروايي ده.

یوه هفته وړاندې وایټ هاوس او ځینو اتحادیانو یې حوثیانو ته آخري خبرداری جاري کړ چې باید خپلې حملې بندې کړي کنه نو د ممکنه پوځي اقدام سره به مخامخ شي. د هغه خبرداري یوه هفته پس، دا دی په یمن کې د امریکا او برطانیې هماهنګ شوې حملې پیل شوې.

چارواکو د دې حملو خبر په دې شرط اېسوشیټډ پرس ته تصدیق کړی چې د دوی نوم به په رپوټونو کې نه اخېستل کیږي.

د حوثيانو خلاف انتقامي حمله برطانیې او امریکا پیل کړې ده
د حوثيانو خلاف انتقامي حمله برطانیې او امریکا پیل کړې ده

د امریکا او اتحادیانو خبرداری حوثیانو ته، لږ ترلږه د څو ورځو دپاره لنډ اثر وښود، ځکه یو څو ورځې د هغوی حملې بندې شوې. خو د نهې/سې شنبې په ورځ حوثي یاغیانو په بحیره احمر کې خپل د ډرونونو او میزایلو تر ټولو غټه حمله وکړه چې د امریکا او برطانیې کښتیو او امریکایي طیارو هغه حمله وځپله، او د حوثیانو اتلس (۱۸) ډرونونه، دوه کروز میزایلونه او یو د کښتیو ضد میزایل یې تباه کړل.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ حوثیانو یو د کښتیوضد بالسټیک میزایل په خلیج عدن کې وداغلو، چې یوې تجارتي کښتۍ هغه ولید مګر په کښتۍ ونه لګېد.

حوثي یاغیانو، چې د نوامبر د ۱۹مې نېټې راهېسي یې په بحیره احمر کې اووه ویشت (۲۷) ځله حمله کړي او هغو کې یې د ډرونونو او میزایلو هم کار اخېستی، د زیارت په ورځ وویل چې که امریکایي ځواکونه په یمن کې د دوی مرکزونه په نښه کړي، نو دوی به ورته سخت پوځي جواب ورکړي.

د حوثیانو د ډلې مشر عبدالمالک الحوثي پخپل یو ساعته تقریر کې وویل: "د هر ډول امریکایي حملې په وړاندې جواب به نه صرف د هغو عملیاتو برابر وي چې په دې وروستیو کې د څه باندې ۲۴ ډرونونو او څو میزایلو په استعمال سره ترسره شول، بلکې دا (ځواب) به د هغو نه هم غټ وي."

حوثیان وایي، د حملو مقصد یې دا دی چې په غزه پټۍ کې د اسرایل جنګ ختم کړی شي. مګر د هغو چې څه حملې تر اوسه کړي، ورځ تر بلې داسې ښکاري چې د اسرایل سره یې هېڅ تعلق نشته، او دغو حملو د بحیره احمر اهمه سمندري لارې کې، چې ایشیا او منځنی ختیځ د یورپ سره نښلوي، تجارتي کښتیو ته خللونه پیدا کړي دي.

بل طرف ته د شورو/چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل یو قرارداد منظور کړ او ویې غوښتل چې حوثیان دې په فوري توګه حملې بندې کړي. په دې قرارداد کې د حوثیانو سره د وسلو مرستندویه ملک، ایران هم وغندل شو. دا قرار داد په یوولسو (۱۱) موافقو رایو منظور کړی شو، مخالفه رایه هېڅ نه وه، او روس، چین، الجزایر، او موزمبیق هېڅ ډول رایه استعمال نکړه.

د حوثیانو په ضد پوځي کاروایۍ کې د برطانیې شراکت دا ښکاره کوي چې د بایډن انتظامیه کوښښ کوي د حوثیانو په ضد جنګ کې یوازې نه وي بلکې ځان سره یو پراخ عالمي اتحاد ولري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG