لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن کې پر حوثیانو د امریکا او برتانیې بریدونو ته غبرګونونه، حوثیان وایي پینځه جنګیالي یې وژل شوي


امریکا وایي د برتانیې په ملګرتیا یې د یمن په صنعا کې یې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بریدونه د کېنېډا،‌ اسټرېلیا، نیدرلېنډ او بحرین په ملاتړ کړي دي، خو سعودي، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو دا بریدونه غندلي دي. حوثیانو دا بریدونه "وحشیانه" بللي دي.

د حوثي یاغیانو یوه ویاند تایید کړې ده چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه د دوی پینځه جنګیالي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي، خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی چې د دوی کوم ځایونه یې په هدف کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، امریکايي او برتانوي ځواکونو د ده په لارښوونه په یمن کې د شیعه حوثي‌ توندلارو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د صدر بایډن له خولې ویلي چې دا عملیات په سره سمندر کې پر نړیوالو بېړیو باندې د حوثي توندلارو د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوي دي.

بایډن ویلي د حوثيانو بریدونو امریکايي عمله، ولسي خلک او د امریکې شریکان، تجارت او د کښتیو ازاد تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړي وو.

د امریکې مرکزي کمانډ د جنورۍ په 11مه ناوخته وویل په دغو بریدونو کې په یمن کې یې د حوثيانو تر واک لاندې 16 ځایونو کې تر 60 زیات هدفونه په نخښه کړي چې وایي په هغوی کې د کمانډ او کنټرول مرکزونه، د وسلو ډیپوګان، د میزایل ویشتلو سیسټمونه او د پیداوار اډاڼې شاملې دي.

د امریکا یوه دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط یې د عملیاتو د تفصیلاتو په اړه خبرې کولې، وي او اې ته وویل، "موږ پر هغوی ډېر سخت ګوزار وکړ، ډېر کلک".

د امریکا د دفاع وزارت وايي په دغو عملیاتو کې د حوثي‌ جنګیالیو د رېډار سیسټم او د ډرون الوتکو ظرفیت هم په نخښه کړل شوي چې د دغې ډلې د بریدونو توان کمزوری کړي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن ویلي، "د ایتلاف نننی اقدام حوثیانو ته ښکاره پیغام ورکوي که خپل غیرقانونی بریدونه بند نه کړي، درنه بیه به پرې کړي".

غبرګونونه:

د یمن په پایتخت صنعا کې نن د جمعې په ورځ د دغو بریدونو په ضد احتجاج شوی چې په زرګونو خلکو پکې ګډون کړی دی. دوی دا بریدونه غندلي او په لاسونو کې یې شعارپاڼې را اخیستې وې چې د حوثیانو د ملاتړ نعرې پرې لیکل شوې وې.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو د امریکا او برتانیې په بریدونه غندلي او دا یې "د زور غیرمتناسب استعمال" بللی دی. اردوان پر دواړه هېوادونه تور لګولی چې هڅه کوي سور سمندر "د وینو په سمندر" بدل کړي.

سعودي عرب په یمن کې د دغو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت نن د جنورۍ پر 12مه په یوه اعلامیه کې د زغم او د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، "د سعودي عرب باچا په سره سمندر کې پوځي عملیات او د یمن په ځینو سیمو باندې هوايي بریدونه په ډېرې اندېښنې سره څاري".

د روس د بهرنیو چارو وزارت وایي پر یمن د امریکې هوایي بریدونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قراردادونو "د اینګلو-سېکسن د سرغړونې" یو بل مثال دی. د وزارت ویاندې ماریا زاخورووا ویلي:

"دا بریدونه له نړیوال قانونه بشپړه سرغړونه ښکاره کوي چې په سیمه کې حالات لا نور [د خرابۍ په لور] بیایي".

روس غوښتنه کړې چې د جمعې په ورځ دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه را وبلل شي او پر دې موضوع دې بحث وکړي.

ایران هم پر یمن تازه بریدونه غندلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ناصر کنعاني ویلي "دا بریدونه د یمن د خپلواکۍ او مځکني تمامیت ښکاره سرغړونه ده او د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی".

ایران وایي دا بریدونه یواځې په سیمه کې د ناامنۍ او ناارامۍ سبب کېږي.

د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې په یو بیان کې په یمن کې د حوثیانو پر مزکزونه بریدونه د امریکې تجاوز بللی او تور یې پورې کړی چې "دا تاییدوي چې امریکا یو ځل بیا په غزه او سیمه کې د صیهوني پوځ په ټولوژنو او غمیزو کې بشپړه ملګرې ده".

د هالېنډ وزیراعظم مارک روټ ویلي، "د امریکې او برتانیې دا اقدام د خپلې دفاع د حق په بنیاد شوی او مقصد یې په سره سمندر کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ ژغورنه ده".

د امریکې په سېنټ کې د ریپبلکن ګوند مشر میچ مکانل پر حوثي یاغیانو د امریکې او برتانیې د بریدونو هرکلی کړی ځکه چې وایي د ایران له ملاتړه برخمنو "ترهګر حوثیان" په سره سمندر کې په تشدد سره د نړیوال تجارت د اغېزمنولو ذمه وار دي.

د امنیت شورا قرارداد:

د امریکې، برتانیې، جنوبي کوریا، نیوزیلېنډ، هالېنډ، جرمني، ډنمارک، کېنېاډا، بحرین او اسټرېلیا حکومتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي پر خبرداریو باوجود بیا هم حوثي جنګیالیو په سره سمندر کې خپل بریدونه ونه درول او د امریکا او برتانیا په ګډون یې څو بېړۍ په نخښه کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ په 10مه یو قرارداد منظور کړی وو چې په سره سمندر کې یې د یمن د حوثیانو له خوا په تجارتي کښتیو باندې حملې غندلې وې او د دغو حملو د سمدستي ختمېدو غوښتنه یې کړې وه.

دغه قرارداد امریکا او جاپان وړاندې کړی وو او پکې ویل شوي وو چې د حوثیانو په لسګونو حملو نړیوال تجارت زیانمن کړی "او د سمندري تګ راتګ حقونو، آزادیو او امنیت ته زیان رسوي."

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه قرارداد په حق کې 11 رایې ورکړل شوې وې، مخالفې رایې موجودې نه وې او څلورو ملکونو روس، چین، الجزایر، او موزمبیق رایې نه وې ورکړې.

د حوثیانو بریدونه:

د امریکا د دفاع وزارت وايي د اکتوبر له اوومې نېټې د حماس او اسرایل ترمنځ له جګړې را وروسته حوثي یاغیانو په سره سمندر او اسرایل کې په هدفونو باندې د ډرون الوتکو او میزایلو 100 بریدونه کړي دي.

وایي د دغو بریدونو له کبله څه باندې 2000 بېړیو خپلې لارې بدلې کړې دي او له دې کبله یې زرګونه کیلومیټره زیاته فاصله وهلې چې خوندي خپل منزل ته ورسېږي.

حوثي جنګیالي وايي چې د اسرایل کښتۍ او اسرایل په نخښه کوي او تر څو پورې چې په غزه پټۍ کې د اسرایلي ځواکونو عملیات روان وي، دوی به هغه بېړۍ هم په نخښه کوي چې د اسرایل په لوري روانې وې.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG