په اسلام اباد کې د جبري بې درکه او غیرعدالتي وژنو خلاف د بلوڅانو د احتجاجي پرلت مخکښه ماهرنګ بلوڅ او «بلوچ یکجهتي کمېټۍ» دعوه کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو یې په بلوچستان کې د احتجاج د غړو پر کورونو چاپې وهلې دي. امنیتي ادارو او حکومت لا دې تورونو ته جواب نه دی ویلی.
ماهرنګ بلوڅ د جمعې په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] او فېسبوک په یو پوسټ کې لیکلي چې امنیتي عسکر د بلوچستان په قلات ضلع کې د جبري بې درکه کسانو د احتجاج کوونکو خپلوانو کورونو ته ورغلي دي:
"نن سهار پاکستاني امنیتي ځواکونو د قلات په منګوچر سیمه کې د کفایت نیچاري او قذافي بلوچ د کورونو په ګډون هر کور غیرقانوني محاصره کړی، د هغوی کورونه یې پلټلي دي او د کورنۍ غړي یې ګواښلي او ځورولي دي".
د پاکستان امنیتي ادارو، د کورنیو چارو مرکزي او د بلوچستان صوبایي وزارت لا د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د مشرانو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي نن په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې تور پورې کړی چې د بلوڅ احتجاج کوونکو سوشل مېډیا اکاونټونه له هنده چلېږي.
بلوچ یکجهتي کمېټۍ د جمعې په ورځ پر خپل ایکس اکاونټ یوه ویډیو خپره کړې چې پکې لیدل کېږي یو پوځي د یو کور مخته ولاړ دی او وروسته کور ته ننوځي. کمېټۍ دا ملېشه سرتېری بللی دی. وي او اې ډیوه په ازاده توګه نه ده تایید کړې چې ویډیو څومره کره ده.
ماهرنګ بلوڅ وایي د کفایت نیچاري او قذافي بلوچ د کورنۍ غړي دا وخت د اسلام اباد پریس کلب مخته د دوی په احتجاجي کېمپ کې موجود دي. په ویډیو کې یوه نجلۍ ځان د لادرکه قذافي بلوڅ خور ګڼي او په ژړغونې لهجه وایي:
"نن [د جمعې په] سهار څلور بجې زموږ پر کور چاپه وهل شوې، د ایف سي کسان راغلي، زما د نورو وروڼو د [جبري] بې درکه کولو هڅه یې کړې ده، زما ټولې کورنۍ ته خطر دی".
د جبري بې درکه بلوڅانو کورنیو مخکې هم په وار وار داسې تورونه پورې کړي چې ګواکې د پاکستان امنیتي ادارو یې خلک له کورونو یا نورو ځایونو په زوره وړي دي، خو امنیتي ادارو دا تورونه رد کړي او دا یې د ریاستي ادارو خلاف پروپیګنډه بللې ده.
د د کفایت نیچاري او قذافي بلوچ په ګډون د ګڼ شمېر جبري لادرکه بلوڅانو کورنیو له څو اوونیو راهیسې په اسلام اباد کې احتجاجي کېمپ لګولی او غوښتنه کوي چې خپل خپلوان دې یې وموندل شي او عدالتونو ته دې وړاندې شي.
Forum