د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د نهې/ سه شنبې په ورځ د سویټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې د سیاسي او کاروباري مشرانو وغوښتل چې اوکراین ته نوره پوځي مرسته ورکړي او یا د روس لخوا د نورو هېوادونو باندې حملې خطر ته تیار اوسئ.
ولودیمیر زېلنسکي دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړو چې په کییف کې د دې خبرې ویره زیاتیږي چې په اوکراین کې روان جګړه د نړیوالې اېجنډې د سر نه لېرې کېږي.
په منځني ختیځ کې شخړې او په سور سمندر کې د تجارتي سمندري بار وړونکو جهازونو باندې د حوثیانو بریدونو ته نړیوال زیات پام سره، زېلنسکي د ډېووس کلنۍ غونډه د خبرې لپاره وکاروله ترڅو نړۍ ته یادونه وکړي چې د روس د یرغلګرو په وړاندې د هغه هېواد په جګړه کې څه په داو لګېدلي دي.
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وویل: ” که څوک داسې خیال کوي چې دا یوازې زموږ سره تعلق لري، یا دا یوازې د اوکراین خبره ده، نو دوی په بنیادي توګه په غلطه دي. ممکنه لارښوونې او حتی د اوکراین نه هاخوا د روس د نوې یرغل ټایم لاین یا مهال ویش ورځ تر بلې روښانه کیږي. او که څوک باید په راتلونکو کلونو کې د (روس صدر ولادیمیر) پوټن پرضد په ګډه جګړه وکړي، نو ایا دا خبره غوره نه ده چې هم هغه (پوټن) او د هغه جنګي سټراټیجي اوس ختم کړل شي، پداسې حال کې چې زموږ زړور سړي او ښځې لا دمخه دا کار کوي؟ “
د صدر ولودیمیر زېلنسکي وینا د ډېووس غوندې ګډونوالو لخوا وستایل شوه، خو اوکراین د ایتلافیانو د ستاینې نه زیات ډیر څه په لټه کې دی.
زېلنسکي وویل چې : موږ باید د اوکراین لپاره فضایي برتري ترلاسه کړو، لکه څنګه چې موږ په تور سمندر کې برتري ترلاسه کړی ده. موږ دا کولی شو." هغه زیاته کړه چې "ایتلافیان پوهیږي چې څه ته ضرورت دی او په کوم مقدار کې. دا به په ځمکه پرمختګ ته اجازه ورکړي. "
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي ته د "اوکراین لپاره د مضبوط او دوامداره ملاتړ" او د بایډن د انتظامیې لخوا د اوکراین ځواکونو لپاره د پوځي مرستو د جاری ساتلو ډاډ ورکړو.
بلېنکن دا څرګندونې د نهې/ سه شنبې په ورځ د سویټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په موقع ورکړی دی.
د امریکا اعلی سفارتکار وویل چې د ملاتړ د څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې اوکراین د روس لخوا په زیربناو ، ودانیو او ملکي خلکو د بریدونو سره مخ دی.
بلېنکن وویل: "او موږ دا هره ورځ وینو، خو موږ د اوکراین د خلکو نه هیریدونکي زړورتیا او کلکوالی، ستاسو د امنیتي ځواکونو زړورتیا او مضبوطیا هم وینو."
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي په غرب د روس پرضد د نورو بندیزونو د لګولو غږ هم وکړو.
مسکو په سملاسي توګه د زېلنسکي څرګندونو ته ځواب نه دې ویلی. په داسې حال کې چې روس په اوکراین کې د لویو زیانونو وروسته د خپلو ځواکونو د بیا سمبالولو کې ډېره پانګونه کوي، کییف وايي چې په بیړني ډول نوي وسلو او مهماتو ته اړتیا لري.
د امریکا پوځي مرستې:
د امریکا په کانګرس کې ریپبلېکن غړي د بیړني لګښتونو د قانون مسوده چې د اوکراین لپاره شاوخوا 50 بلینه/ ملیارد ډالر امنیتي مرستې هم پکې شامل دي مخنیوی کوي ، دوی وایي چې دا د امریکا د پولې امنیت مراعاتو پورې تړلې دي.
د نهې/ سه شنبې په ورځ په سویټزرلېنډ په ډېووس کې د زیلینسکي سره په دوه اړخیزه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن وویل چې د هغه هېواد ملاتړ "دوامداره" دی..
اېنټني بلېنکن وویل: " موږ هوډ لرو چې په اوکراین کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو، او موږ د دې لپاره د کانګرس سره نږدې کار کوو. زه پوهیږم چې زموږ یورپي همکاران هم ورته کار کوي. نو حتی لکه څنګه چې تاسو د روس د دې برید په وړاندې په پوځي توګه بریالي کیږی ، او تاسو د مستقبل لپاره اوکراین هم جوړوئ ، کوم چې کولی شي په پوځي ، اقتصادي او جمهوري ډول په خپلو دوه پښو ودریږي . "
د هنګري ویټو
د اوکراین لپاره د یورپي یونین د 54 ملیارد ډالرو مرستې پېکج هم د هنګري مخه نیولې ده. د یورپي یونین کمېشن صدرې ارسولا ونډر لیین ویلي چې دغه اتحاد کولې شي په راتلونکې میاشت کې په یوه سرمشریزه کې د هنګري د ویټو د لېرې کولو هڅه وکړي.
Forum